تازه څېړنه: د کورونا وبا مخنیوی ممکن و

د خپرېدو وخت

د یوې خپلواکې څېړنې پایله کې ویل شوي، د کوویډ - ۱۹ وبا مخه نیول کېدای شوه. د څېړونکو هغې ډلې چې د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او 'ګومارلې وه وايي، د دې سازمان او د نړۍ لر او بر کې د حکومتونو غبرګون 'زهرجن ' و.

دې څېړونکو همدا راز ویلي، روغتیا نړیوال سازمان باید د وبا له پیلېدو سره سم ټوله نړۍ کې بېړنیز حالت اعلان کړی وای.

د کوویډ - ۱۹ له کبله تر اوسه د نړۍ لر او بر کې تر درې اعشاریه درې میلیونه کسانو پورې مړه شوي دي.

بل لور ته په داسې حال کې چې اروپا او امریکا کې محدویدیتونه نرمېږي او په ځینو برخو کې ژوند له وبا مخکیني حالت ته ګرځي، د اسیا په یو شمېر برخو کې لا هم وبا په چټکۍ سره خپرېږي.

په ځانګړې توګه په هند کې د ناروغانو او د دې ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر بوږنونکی دی.

د دې هېواد ډېری روغتونونه د طبي اکسیجن له لږوالي سره مخ دي. د هند په ګاونډي هېواد نیپال کې هم د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر کې ډېروالی لیدل شوی دی.

د دې څېړنې موخه څه وه؟

'کوویډ - ۱۹ باید وروستۍ وبا شي ' تر سرلیک لاندې تازه څېړنې هدف دا و چې وبا ته د چمتووالي او غبرګون اغېز معلوم شي او دا معلومه شي چې څنګه د دې وبا له کبله درې اعشاریه درې میلیونه کسان مړه شول او ۱۵۹ میلیونه کسان یې اغېزمن کړل.

د څېړونکو ډلې شریکه مشره ایلن جانسن سیرلیف چې د لایبریا پخوانۍ ولسمشره وه وايي:

''نن چې موږ کوم وضعیت سره مخامخ یو د دې مخه نیول کېدای شوای. دا حالت د چمتوالي او غبرګون څرګندولو لړ کې د ګڼو ناکامیو، خنډونو او ځنډونو له کبله رامنځته شوی. ''

د څېړونکو ډله وايي، د روغتیا نړیوال سازمان باید په چین کې د وبا پیل له خپل اعلانه یوه اونۍ مخکې په نړیواله کچه بېړنیز حالت بللی وای.

د څېړونکو په رپوټ کې راغلي ډبلیو ایچ او باید د تېر کال جنورۍ ۳۰ نېټې پر ځای د همدې میاشتې پر ۲۲ نېټه خپله غونډه کې د بېړنیز حالت اعلان کړی وای.

رپوټ زیاتوي د ډبلیو ایچ او له اعلانه وروسته تر یوې میاشت پورې وخت ځکه 'ضایع ' شو چې حکومتونه د وبا مخنیوي په اقداماتو کې پاتې راغلل.

د څېړونکو په وینا د روغتیا نړیوال سازمان د بېلګې په توګه په انتهايي صورت کې پر سفر د بندیز په څېر د خپلو مقرراتو له کبله له خنډونو سره مخامخ شو.

رپوټ زیاتوي اروپا او امریکا کې حکومتونو د فبرورۍ بشپړه میاشت بې غبرګونه تېره کړه او یوازې هغه مهال لاس په کار شول، چې روغتونونه یې له ناروغانو ډک شول.

د بلې دغسې خونړۍ وبا مخنیوي لپاره د څېړونکو ډلې په خپل رپوټ کې ځینې وړاندیزونه کړي دي. چې په لاندې ډول دي.

  • د نړیوال ګواښ یوه داسې شورا باید رامنځته شي چې له حکومتونو د ځواب غوښتنې صلاحیت ولري.
  • د ناروغیو څارنې نظام باید رامنځته شي چې د بېلا بېلو هېوادونو له تایید پرته د ناروغۍ په هکله معلومات خپاره کړي.
  • واکسین باید د عامه استعمال توکو په څېر تایید شي او د وبا پر مهال د مالي مرستو مرکز باید تاسیس شي.
  • د جي سېون له شتمنو هېوادونو غوښتنه شوې چې د روغتیا نړیوال سازمان له کوواکس نومي پروګرام سره سملاسي د یو اعشاریه نهه میلیاردو ډالرو مرسته وکړي چې له لږ عاید لرونکو هېوادونو سره د واکسین پروګرامونو لړ کې مرسته وشي.

د رپوټ چمتو کوونکې ډلې یوه بله شریکه مشره هیلین کلارک چې د نیوزیلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیره وه وايي، ''باید ډېر صلاحیت لرونکې ډبلیو ایچ او ولرو:

''که سفري محدودیتونه ژر او په پراخه کچه لګول شوي وای، د وبا چټکې خپریدا پر وړاندې به یو جدي خنډ وای او دا وضعیت نن هم پر همدې حال پاتې دی. ''