له اندازې ډېر کار نړۍ کې هر کال نږدې ۷ نیم لکه کسان وژني

د خپرېدو وخت

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې له اندازې ډېرو ساعتونو لپاره کار کول هر کال نړۍ کې نږدې ۷ نیم لکه کسان وژني.‌

دا رپوټ د خپلې بڼې لومړنۍ نړیواله څېړنه ده او له پایلو یې جوته شوې چې په ۲۰۱۶ کال کې ۷۴۵۰۰۰ کسان د عصبي ټکان یا د زړه ناروغیو له کبله مړه شوي وو،‌ او لامل یې ورځ کې له اندازې ډېر کار کول ښودل شوي.

رپوټ کې دا هم راغلي چې د سویل ختیځې اسیا او د ارام سمندر د لویدیځو برخو خلک له دې وضعیته تر ټولو ډېر اغېزمن دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کورنا وبا له کبله ښایي دا وضعیت نور هم بدتره شي.‌

څېړونکو ویلي، هغه کسان چې په اوونۍ کې ۵۵ ساعته یا تر دې هم ډېر کار کوي، د هغو پرتله چې اوونۍ کې یې کاري‌ ساعتونه له ۴۰ ډېر نه دي، ۳۵ سلنه ډېر چانس لري چې له عصبي‌ سکتې یا ټکان او ۱۷ سلنه ډېر چانس لري چې د زړه له ناروغیو ومري.

د څېړنې پایلو دا هم جوته کړې چې د هغو کسانو چې د ډېر کار له کبله مري نږدې ۷۵ سلنه د منځنۍ اقتصادي کچې او پاخه عمر سړي دي.

اکثر داسې شوي چې دا کسان د ډېر کار له کبله سملاسي‌ توګه نه، بلکې ځینو مواردو کې ان لسیزې وروسته مړه شوي.

خو د مړینې لامل یې هماغه له اندازې ډېر کار ښودل شوی چې کلونه پخوا یې کاوه.

که څه هم په دې څېړنه کې د کورونا وبا موده نه ده حساب شوې،‌ خو څېړونکي‌ وایي، اوس چې له کوره د کار کولو دود ډېر شوی او اقتصادونه هم ځپل شوي، نو ښایي‌ وضعیت نور هم خراب شي.‌

د روغتیا نړیوال سازمان تخنیکي افسر فرانک پېګا وایي، "زموږ شواهد ښیي چې هر کله په یو هېواد کې ټولبندیز اعلان شوی، هلته کاري ساعتونو کې لس سلنه ډېروالی راغی".

رپوټ همدا راز وایي، د ډېرو ساعتونو لپاره کار کول د کاري چاپېریال له امله د پېښېدونکو مړینه ۲۵ سلنه جوړوي.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې شرکتونه باید له دې وروسته د خپلو کارکوونکو روغتیایي‌ وضعیت ارزولو پر مهال دې ټکي ته پام وکړي.‌

فرانک پېګا وایي، شرکتونه کولی شي خپلو کارکوونکو لپاره کاري ساعتونه وټاکي او له هغه ډېر کار ته یې پرېنږدي، ځکه د ده په وینا له دې سره د کار موثریت لا ډېرېږي.

نوموړی وایي،‌ ښه خبره دا ده چې په اقتصادي‌ ناورین کې کاري ساعتونه ډېر نشي.‌