د لټۍ په ګټو پوهېدئ؟

    • Author, مهبد ابراهیمي
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت

ستونزمنه ده نړۍ کې دې داسې ټولنه پیدا شي چې زیارکښان او کاریګر ونه ستايي او پر لټۍ بد ونه وايي، نو ځکه د لټۍ یا تنبلۍ پر ستاینه څه لیکل اسانه نه دي.

د تاریخ په اوږدو کې د فکر، دین، سیاست او کلتور سرلاري د زیارکښۍ په ستاینه یوه خوله دي او هیڅ موروپلار به پیدا نه شي چې اولادونه د زیارکښۍ پر ځای لټۍ ته وهڅوي.

په هر حال موږ په دې مطلب کې غواړو د لټانو یا لږ تر لږه د طبیعي لټانو حیثیت اعاده کړو.

لټي ټاکلی تعریف نه لري او هر څوک یې خپلو معیارونو ته په کتو تعریفوي.

هغوی چې ځانونه پر دې ملامتوي چې ګویا لټان دي، د ټولنې نور خلک یې ډېر زیارکښان بولي، خو یو شمېر نور چې ځانونه هڅاند بولي، د خلکو په نظر لټان دي.

ښکاري هیڅوک نه غواړي لټ و اوسي؛ هغوی چې لټان دي یا لټي کوي، ځان ملامت احساسوي او هغوی چې هڅاند دي، پر لټانو ځان لوړ بولي.

لنډه دا چې له لټانو سره د هیچا جوړه نه ده او ماشومان په کوچنيوالي کې لومړی په کور او بیا په ښوونځي کې زده کوي چې یوه شمېر ماشومان تنبل دي او شمېر نور چټک او ځيرک.

ټولې سپارښتنې، لارښوونې او نور یوازې د زیارکښو او هڅاندو خلکو لپاره دي او هیڅوک ځان نه تکلیفوي چې لټانو ته څه ولري، مګر دا چې پر لټۍ سترګې او ځان ناګاره کړي.

هیڅوک نه وايي چې پلانکی د لټۍ له امله بریالی دی، خو څوک به وویلی شي چې د ژویو په نړۍ کې سسته او لټه کوالا "Koala" تر چټکو ژویو بریالۍ نه ده؟

"کوالا" استرالیایي تی لرونکی ژوی دی چې د کالیپتوس ونو پر پېړو پاڼو ویده کېږي او بچیان هم هلته زېږوي.

دغه ژوی د کمې انرژۍ تر لاسولو له امله ساعتونه د ونې پر ښاخونو ویده کېږي چې کله خو یې خوب تر ۲۰ ساعتونو هم اوړي.

په دا وروستیو کې په لوېدیځ انتلانتیک کې د ۳۰۰ ډوله نرم بدن لرونکو ژویو، چې ځينې یې ۵ میلیون کاله وړاندې له منځه تللي او ځینې یې لا شته، څېړنه خپره شوه.

د څېړنې پایله دا وه، هغه ژوي چې له منځه تللي، د پښو میتابولیزم یې تر ژوندیو ژویو ډېر وو.

یعنې هغوی تر دا ژونديو ژویو ګړندي وو.

طبیعي خبره ده چې زیارکښان هم کله ناکله لټي کوي او کله لټان هم اړېږي چې ډېره هڅه وکړي، نو څنګه کولی شو لټۍ لپاره معیارونه تعریف کړو؟

د دې پوښتنې ځواب را سره نشته، خو زموږ له هغوی سره کار نشته چې زیارکښ وي، نو خوشحال وي او چې لټي وکړي بیا خپه وي.

زموږ له هغو لټانو سره هم کار نشته چې پرېمانه سرچینې لري او بې له روزګاره یې د ژوند ټایر چورلي، ځکه د هغوی لټي له دې امله ده چې ډېرو سرچینو له امله ځورېږي او اړ دي خپل امکانات په لټۍ مصرف کړي.

زموږ کار له طبیعي لټانو سره دی او د همدوی د حیثیت د اعادې هڅه کوو.

طبیعي لټان هغه دي چې په هر حال او شرایطو (ان د اجباري زیارکښۍ پر مهال) یې هم لټي لومړی انتخاب وي او په منابعو کې سپما کوي.

په ژویو کې داسې موجود نشته چې هر وخت فعالیت وکړي

زمری، شمپانزه، مار او سمساره حتمن د یو څه وخت لپاره هیڅ کار نه کوي چې لامل یې استراحت، له ګرمۍ یا یخنۍ تېښته، سستي او لټي وي؛ نو ځکه لټي په طبیعیت کې نادره نه، خو ډېره عامه پدیده ده.

لامل یې روښانه دی؛ ژوندي موجودات د انرژي په مصرفولو کې سپما کوي.

پرلپسې فعالیت ډېره انرژي غواړي چې تر لاسول یې هم اسانه چاره نه ده.

د ژويو په نړۍ کې دا اصل مهم دی "کوم کار چې مطلقاً لازم نه دی، په کولو یې ځان مه ستړی کوه."

کله چې په ویډیو کې زمریان وینو چې ملاست دي او تیګه وهي یا په لکۍ له ځانه مچان شړي، هیڅوک نه وايي، زمریان وخت ضایع کوي او لټان دي.

د ژواکپوهنې عالمان وايي، د چاپېریال سره د تطابق لپاره ژوندیو موجوداتو ته "لټي" ارزښتمنه چاره ده.

د بېلګې په ډول، کله چې بشر اور کشف او مهار کړ، وتوانېد خوراکي توکي پرې پاخه کړي.

شمپانزه چې کړه وړه یې انسانانو ته ډېر ورته دي، د ورځې پنځه ساعته په دې تېروي چې ټانټې او نور سخت خوراکونو وژوي او هضم یې کړي، خو بشر د اور په مرسته توانېدلی په یوه ساعت کې خپل خواړه پاخه او وخوري.

انسانانو سپمولی وخت په تنبلۍ تېر کړی، یا یې د ښکار لپاره د نویو وسایلو په جوړولو لګولی یا یې هنر ته مخه کړې ده او پر دېوالونو یې انځورونه کښلي دي ‎.

اصلاً باید ووایو چې تنبلي د بشر لپاره ستره انګېزه وه او ده .

دا مشهوره ده چې "اړتیا د اختراع مور ده" او البته چې لټي هم د بشر له اړتیاوو ګڼل کېږي.

انسانانو ځکه ۱۵ زره کاله وړاندې سپی کورنی اهلي کړ چې د شپې له خوا پیره او څار وکړي، پېټی یې پر اس یا خر یوسي، پر ځمکو یې غوایان "یوې" وکړي.

وروسته بیا د ماشینونو نوبت شو چې د انسانانو کارونه ور اسانه او مسوولیت یې واخلي او د مصنوعي ذکاوت لرونکي روباټونه، خو لرې نه ده چې انسان له هر کار خلاص کړي.

په لویو ښارونو کې د بشر ژوند ډېر چټک شوی چې په اړه یې ډېر علمي شواهد هم شته.

که د ژویو نړۍ ته وګورو، معمولاً هغه ژوي چې لنډ عمر لري، لکه مچ خور مرغان، موږک یا نور په دقیقه کې یې د زړه ضربان د هغو ژويو پرتله ډېر دی چې اوږد عمر لري.

لکه کیشپ، کالاپاګوس او نهنګ.

په دې هم پوهېږو چې د خپګان، وارخطايۍ او منډې پر مهال "کورتېزول او ادرنالین" هورمونونه زموږ بدن کې ترشح کېږي چې د زړه ضربان مو ډېر کړي.

پرته له دې چې درک شي، کوونکی فعالیت مو کومې منابع مصرفوي، په زیارکښۍ پسې لاس او پښې وهلو ډېر شمېر خلک پرلپسې سیالۍ ته اړ کړي؛ د ځواک او شتمۍ سیالۍ که ثانیه لټي هم وشي، د شاته پاتې کېدو او پښېمانۍ لامل کېږي.

هغوی چې په دغه سیالۍ کې د ډغرې وهلو نه دي، په بله سیالۍ کې برخه اخلي او هغه سیالي د ژوندي او هوسا پاتېدو سیالي ده.

په ښارونو کې د زړه ناروغیو کچه لوړه ده او لامل یې هم روښانه دی، نو ځکه لټي، ارامښت او د ژوند سرعت کمول د روغې سټې او اوږده عمر لپاره ګټور دي.

په همدې بنسټ، موږ فکر کوو چې طبیعي لټان به ورځ تر بلې په ټولنه کې خپل ځای ومومي. علمي شواهد شته چې طبیعي لټي د بدن او اروا لپاره ګټوره ده او د بشر ډېرې هلې ځلې پخپله بشر، نورو او ځمکې ته ستونزې پیدا کولی شي.

طبیعي لټان د منابعو (انرژۍ، وخت او پيسو) په کارولو کې حساس دي او له هرې موکې د سپما لپاره کار اخلي.

طبیعي لټان کارپال (عملګرا) دي، تر هغه چې واقعا کار ته اړتیا پېښه نه وي، هیڅ کار نه کوي، په هر کار کې مصروفوونکې منابع او احتمالي ګټي سنجوي.

طبیعي لټان پر ځمکه، انسانانو او نورو موجوداتو د خپل کار اغېز محاسبه کوي او د رنګارنګیو او شوقونو په لومه کې نه لوېږي.

ښه بېلګه یې د "کوالا" ژوند دی.

له همدې امله مو دا لارښود چمتو کړ، خو د چټکو، کاریګرو او زیارکښو لپاره نه، بلکې د طبیعي لټانو لپاره.

د هغوی لپاره چې د کوونکي کار لپاره مصرفوونکې منافع سنجوي، بې ځایه لګښتونه نه کوي، بې ځایه انرژي نه مصرفوي، بې پروايي نه کوي او ککړتیا نه رامنځته کوي.

د هغوی لپاره چې په رښتیا اړتیا نه وي، پېرل نه کوي او بیا یې بې ځایه نه غورځوي.

د سټرس کموونکو درملو په کارولو سیالۍ کې ځان ته تخفیف نه ور کوي.

په دې فکر کوي هر څومره چې لګښت وکړي باید هومره پیسې هم وګټي.

د هغوی لپاره چې رنګارنګي او پړک او پړوک ورته ارزښت نه دی، لږ خوري او اغوندي او پر خپل قناعت ویاړي.

د مطلب دویمه برخه " د طبیعي لټانو د لاسنیوي شنه څراغونه" وروسته پر بي بي سي پښتو پاڼه لوستلی شئ.