د عراقي فعال وژنه؛ 'لاریونیانو کربلا کې د ایران کونسلګرۍ ملکیت ته اور اچولی'

ایهاب الوزني

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، ایهاب الوزني په ۲۰۱۹ کال عراق کې د دولت ضد لاریونونو یو فعال او سمبالوونکی و
د خپرېدو وخت

د عراق کربلا کې د حکومت مخالف فعال د وژل کېدو په غبرګون کې تر یوه ورځنیو اعتراضونو وروسته ځینو رسنیو ویلي چې ځینو لاریونیانو کربلا کې د ایران کونسلګرۍ مخې ته د کونسلګرۍ اړوندو ګاډو ته اور اچولی دی.

د ایران رسمي خبري اژانس هم ویلي چې د یوه عراقي فعال د وژل کېدو په غبرګون کې کربلا ښار کې لاریونیان راغونډ شوي دي.

عراق فعال ایهاب وزني په عراق کې د دولت ضد ۲۰۱۹ کال پراخو لاریونونو یو فعال او سمبالوونکی و.

نوموړی د تېرې یکشنبې په ګهیځ وختي ناپېژاندو وسله والو وواژه. د عراق د دفاع وزرات وروسته وویل تر اوسه ددې وژنې مسئولیت هېڅ ډلې نه دی منلی.‌

عیني شاهدانو ویلي، سلګونه کسان د کربلا ښار واټونو ته راوتلي او اعتراض یې کړی.

رویټرز خبري اژانس ویلي، ځینو لاریونیانو د ښار مهمه برخه تړلې او له امنیتي کسانو او چارواکو یې د ښاغلي وزني د قاتلینو موندلو غوښتنه کړې ده.

د کربلا ښار قومندان نصیف الخطابي د یکشنبې په ورځ امنیتي پوځيانو ته د تیارسئ حالت ته د چمتو کېدو امری کړی و.

رویټرز وايي، په نصیریه ښار کې هم سلګونه لاریونیان واټونو ته راوتلي او د ښار یوه برخه یې تړلې وه.

اسوشېټې‍ډ پرېس خبري اژانس د ځینو پولیس چاروانکو او پر خواله رسنیو د خپرو شویو ځینو فلمونو پربنسټ پخپل راپور کې ویلي، ځینې لاریونیان د ایران کونسلګرۍ شاوخوا راغونډ شوي وو او موټرو ته یې اور اچولی.‌

رپوټ وايي، هلته یې ځینو ولاړو ټرېلرو (ټېلرو) ته هم اور اچولی دی.

د ایران خبري اژانې په کربلا کې د ایران د کونسل مجتبی کریمي له خولې ویلي، اعتراضونه شوي، خو د سفارت ودانۍ ته زیان رسېدل یا اور ور اچول یې دروغ خبر بللی دی.

په کربلا کې د ایران کونسلګرۍ د ایهاب الوزني وژل کېدل غندلي دي.