تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خامنه يي د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونې "د امریکا د خبرو تکرار" وبللې
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف خبرې- چې په یوه غږیز فایل کې رسنیو ته درز شوې- د "تعجب او خواشینۍ وړ او د امریکا او دوښمنانو د غلیمانه خبرو" تکرار وباله.
ښاغلی خامنه يي سیمه ییز سیاست کې د سپاه پاسداران د نفوذ په هکله د ښاغلي ظریف پر ګیله منو خبرو نیوکه کوي او زیاتوي: "دا لویه تېروتنه ده او باید د اسلامي جمهوریت یو مسوول نه وی کړې. "
د ښاغلي خامنه يي تر خبرو ګړۍ وروسته جواد ظریف اینستاګرام کې د خامنه يي او خپل ګډ انځور خپرولو سره د هغه خبرې "د مسلکي بحثونو لپاره پای ټکی او وروستۍ خبره" وبلله.
جواد ظریف د بهرني سیاست برخه کې د پرېکړو په هکله د ښاغلي خامنه يي د خبرو تاییدولو سره وايي: "بهرنی سیاست باید د ملي یووالي او وفاق موضوع وي او تر خورا لوړې سطحې مدیریت او هدایت شي او په دې اساس بهرني سیاست کې د رهبرۍ د پرېکړو او نظریو له پیروي انکار نه شي کېدلی. "
ښاغلی خامنه يي بهرنیو چارو وزارت د پرېکړو پلی کوونکی بولي او زیاتوي: "ټول باید وپوهېږي چې د نړۍ هیڅ ځای کې هم بهرنی سیاست په بهرنیو چارو وزارت کې نه غوره کېږي بلکې خورا لوړو ټولنو کې ټاکل کېږي. "
ښاغلي ظریف د خامنه يي تر څرګندونو ګړۍ مخکې د قاسم سلیماني په هکله د خبرو له امله هم د هغه له کورنۍ بښنه وغوښته او ویې لیکل، ډېر خواشینی دی چې غږیز فایل یې په غلا خپور او د خبرو غورچاڼ سره "د انقلاب او ایران د خلکو د بدغواړو په ګټه تمام شو او د رهبرۍ ستر مقام محترم خاطر یې هم درون کړ. "
خامنه يي او قدس ځواکونه
په څو ساعته مرکه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرو- چې حکومتي چارواکي یې "محرمانه او غلا شوې" بولي - د ایران سیاسي ډګر کې ډېر جنجال جوړ کړ.
د ایران سیمه ییز سیاست کې د سپاه پاسدران د قدس څانګې د پخواني مشر قاسم سلیماني رول له امله پرې د ایران چارواکو او د قاسم سلیماني پلویانو سختې نیوکې وکړې.
ایت الله خامنه يي هم خپلو خبرو کې قدس ځواکونه "د اسیا لوېدیځ کې د انفعالي ډيپلوماسۍ د مخنیوي" لپاره تر ټولو ستر اغېزناک عامل بولي او زیاتوي "امریکایان د اسلامي ایران له سیمه ييز نفوذ او قدس ځواکونو نارام دي او ټینګار کوي چې د ایران سیاست باید د دوی تر بیرغ لاندې وي. "
هغه زیاتوي: "موږ باید داسې خبرې ونه کړو چې وښيي د هغوی څرګندونې تکراروو هغه که د قدس ځواکونو یا شهید سلیماني د شخصیت په هکله وي... باید داسې خبرې ونه کړو چې وښيي د هېواد سیاست نه منم او دوښمن خوشال کړو. "
ښاغلی ظریف ځواب کې وايي، که پوهېدلی چې خبرې به یې خپرېږي، هیڅکله به یې کړې نه وې: "د ایران له درنو خلکو او د سردار سلیماني له عاشقانو په تېره محترمې کورنۍ یې بښنه غواړم. "
ولسمشرۍ ته د جواد ظریف د نوماندېدو اوازې
د ایران مذهبي مشر په داسې مهال پر جواد ظریف نیوکې کوي چې راتلونکې میاشت یې ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندېدو خبره کېږي، که څه هم پخپله یې ویلي چې ټاکنو ته د نوماندېدو داوطلب نه دی.
خو د ایت الله خامنه يي تر څرګندونو څو ګړۍ مخکې "د ایران سمون جبهې" دغې ټلوالې ته د ور پېژندل شویو ۱۴ داوطلبو نومونه خپاره کړل او ویې ویل، جواد ظریف د دې وړاندیزي نومونو په سر او د ایران تر اوسني لومړي مرستیال ولسمشر اسحاق جهانګېري هم مخکې دی.