تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرو پسې د امریکا سنا کې د جان کېري د استعفا غوښتنه وشوه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د غږیز فایل خپرېدو پسې د نوموړي څرګندونو ته کورنی او بهرنی غبرګون دوام لري.
ایران کې ځینې سیاسي او پارلماني چارواکي او رسنۍ چې له اټومي تړون او د حکومت اوسني سیاست سره مخالف دي، د ښاغلي ظریف څرګندونې غندي او د قدس ځواکونو د وژل شوي مشر قاسم سلیماني دفاع کوي.
امریکا په تېره د دغه هېواد کانګرس کې جمهوریپال پر پخواني بهرنیو چارو وزیر جان کېري نیوکه کوي او د استعفا غوښتنه یې کوي.
جواد ظریف په یوه پخوانۍ مرکه کې چې خپره شوې نه ده او بي بي سي ترلاسه کړې د اټومي پروګرام، د جګړې ډګر د ملاتړ لپاره د دیپلوماسۍ له کارولو او قاسم سلیماني سره له تقابله پرده پورته کړې ده.
امریکا کې غبرګون تر ډېره د جان کېري پر هغو خبرو دی چې جواد ظریف ته وايي، اسراییل په سوریه کې د ایران پر مرکزونو له دوو سوو ډېر بریدونه کړي دي.
د الاسکا د دن سالیوان په څېر ځینې جمهوریپال سناتوران د نوموړي دا خبرې د "پټو اطلاعاتو" بربنډول بولي او له "خیانت" سره یې ورته بولي.
بل جمهوریپال او د ویسکانسین استازی مایک ګلاهر وايي: "دا د درک نه ده چې یو امریکايي ډيپلوماټ پټ اطلاعات زموږ د یوه تر ټولو مهم ملاتړي په تاوان ایران ته ور کړي چې نړۍ کې د ترهګرۍ د ملاتړ تر ټولو مهم حکومت دی."
بل جمهوریپال سناتور لېنزي ګراهم هم محتاطانه غبرګون کې وايي، "په دې غږیز فایل باور وکړو که نه. که ریښتیا وي، ډېر تاوان به ولري. کېري پر ما ګران دی، خو که خبره ریښتیا وي مشکل به جوړ کړي، صبر کوو چې ووینو څومره باوري فایل دی."
د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو پخوانی جمهوریپال نوماند او سناتور مېټ رامني دا پېښه اندېښمنوونکې بولي او وايي: "پکار ده مالومه شي چې چا او د څه لپاره څه کار کړی دی."
نوموړی چې مشرانو جرګه کې د بهرنیو اړیکو کمېټې غړی دی زیاتوي، موږ د یوه ایراني چارواکي دا غږیز فایل لرو، خو باید وارزول شي.
سنا یا مشرانو جرګه کې د جمهوریپالو مشر میچ مک کانل وايي، د ظریف خبرې ښيي چې امریکا باید له ایران بندیزونه لرې نه کړي:
"زه نن مشرانو جرګه کې پورته شوم او د بایډن حکومت له ملي امنیت ډلې مې د جان کېري د اسعفا غوښتنه وکړه. ما سنا کې ټول وخت د هیچا د استعفا غوښتنه نه ده کړې، خو د امریکا ملي امنیت پرضد د جان کېري د فعالیت مخینه د زغملو نه ده او باید لرې شي. ما نن داسې اندېښمنوونکي خبرونه واورېدل چې که ریښتیا وي یا باید جان کېري له دندې ګوښه شي یا خپله استعفا وکړي."
جان کېري د ښاغلي ظریف خبرې دروغ بللې او ویلي دي چې د بارک اوباما حکومت کې سوریه کې د ایران پر مرکزونو د اسراییل هوايي بریدونو په هکله مالومات محرمانه نه و.
نوموړی جمهوریپال تورنوي چې ایران تل "درواغجن او بې باوره" بولي، خو اوس د جواد ظریف خبرې "واقعیت" بولي.
ایران کې څه روان دي؟
د ایران د پارلمان غړي محمد باقر قالیباب ټوېټ کې ښاغلی ظریف ساده سیاستوال بللی او زیاتوي، محمد قاسم سلیماني ډګرونه فتح کړل او د ډيپلوماسۍ لارې یې پرانیستې.
بل پارلماني غړی احمدي امیر فراهاني وايي، "ایران هم د هېواد د ځینې پټو او همدارنګه محرمانه اطلاعاتو د درزولو په هکله د پلټنې او پوښتنې ژمنه کړې او ویلي یې دي چې د ملت او هېواد خاین کسان به قضایه قوې ته ور وپېژندل شي."
د پارلمان د ملي امنیت غړی منصور حقیقت پور وايي، "د قاسم سلیماني یو وېښته هم له ظریف سره نه برابروم."
نوموړي جواد ظریف د نظام د ټولو کرښو تر پوښتنې لاندې راوستلو باندې تورن کړی دی.
سپاه پاسدران ته نږدې رسنۍ فارس مختلفو لیکنو کې د ظریف څرګندونو ته غبرګون ښودلی او یوه کې لیکلي، د انقلاب مقابل کې د ظریف اختلافي دریځ پټ نه و او دې غږیز فایل سره لا ښکاره شو.
دې لیکنه کې زیاته شوې چې ظریف د ډګر له اتل سره مقابله کې د سیاسي او ټولنیزې نابودۍ پولې ته ورسېد.
له "ډګر" منظور قدس ځواکونو او د دې ډلې د ترور شوي مشر قاسم سلیماني او د هغه د بهرنیو عملیاتو په هکله د ظریف څرګندونو ته اشاره دی.
جواد ظریف د قاسم سلیماني په هکله څه ویلي؟
په دې مرکه چې بي بي سي تر لاسه کړې جواد ظریف ویلي د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري ورته په یوه غونډه کې وویل چې له کله چې له ایران ایر شرکت بندیزونه لرې شوې د هما شرکت الوتنې سوریې ته شپږ ځله زیات شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي جان کیري ته یې وویل چې دا امکان نه لري ځکه چې سوریې ته ماهان شرکت الوتنې کوي.
ښاغلی ظریف وايي وروسته د ایران ایر شرکت مشر ورته وویل چې دا خبره سمه ده او سوریې ته یې قاسم سلیمان د فشار له امله پروازونه زیات کړي دي.
د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي چې دا خبرې په خپله له قاسم سلیماني سره هم مطرح کړه چې ولې سوریې ته د ( ځواکونو او تجهیزاتو) استولو کې له ماهان شرکت نه ګټه نه اخستل کیږي، سلیماني په ځواب کې ویلي ځکه چې د هما الوتنې خوندي دي.
نوموړی وايي ده او قاسم سلیماني احساس کاوه چې باید همغږي ولري خو دی وايي ده دیپلوماسي د دپلوماتیکو فعالیتونو پر ځای تر ډېره د جګړې ډګر د ملاتړ لپاره کارول کېدله.
قاسم سلیمان د تېر میلادي کال په لومړیو ورځو کې په عراق کې دامریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.