تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جواد ظریف: ایران دیپلوماسي د جګړې ډګر د ملاتړ لپاره کارولې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه پخوانۍ مرکه کې چې خپره شوې نه ده د اټومي پروګرام، د جګړې ډګر د ملاتړ لپاره د دیپلوماسۍ له کارولو او قاسم سلیماني سره له تقابله پرده پورته کړې ده.
په دې مرکه چې بي بي سي تر لاسه کړې جواد ظریف له پوځي چارواکو په تېره د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان قاسم سلیمان سره د تقابل په اړه غږیدلی دی.
ښاغلي ظریف ویلي د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري ورته په یوه غونډه کې وویل چې له کله چې له ایران ایر شرکت بندیزونه لرې شوې د هما شرکت الوتنې سوریې ته شپږ ځله زیات شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي جان کیري ته یې وویل چې دا امکان نه لري ځکه چې سوریې ته ماهان شرکت الوتنې کوي.
ښاغلی ظریف وايي وروسته د ایران ایر شرکت مشر ورته وویل چې دا خبره سمه ده او سوریې ته یې قاسم سلیمان د فشار له امله پروازونه زیات کړي دي.
د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي چې دا خبرې په خپله له قاسم سلیماني سره هم مطرح کړه چې ولې سوریې ته د ( ځواکونو او تجهیزاتو) استولو کې له ماهان شرکت نه ګټه نه اخستل کیږي، سلیماني په ځواب کې ویلي ځکه چې د هما الوتنې خوندي دي.
نوموړی وايي ده او قاسم سلیماني احساس کاوه چې باید همغږي ولري خو دی وايي ده دیپلوماسي د دپلوماتیکو فعالیتونو پر ځای تر ډېره د جګړې ډګر د ملاتړ لپاره کارول کېدله.
قاسم سلیمان د تېر میلادي کال په لومړیو ورځو کې په عراق کې دامریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د اوکرایینۍ الوتکې د نسکورېدو پر سر جنجال
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دې مرکه د اوکرایینۍ الوتکې نسکورېدو په اړه هم خبرې کړي دي. دا الوتکه د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ میاشت کې په تهران کې په توغندي وویشتل او ۱۸۰ سورلۍ یې ژوند له لاسه ورکړ. په دې ډله کې ۱۳ یې افغانان وو. ایران په پيل کې دا نه منله چې دا الوتکه په توغندي ویشتل شوې ده.
ښاغلی ظریف وايي له دې پېښې وروسته د ملي امنیت شورا یوه غونډه کې یې وویل چې الوتکه په توغندي ویشتل شوې ده. نوموړی وايي د غونډې ګډونوالو له ده سره داسې چلن وکړ لکه ده چې ډېر ناوړه څه ویلي وو او ور نه وغوښتل چې" ولاړ شه ټویټ وکړه او ( دا ادعاوې ) دروغ وبوله".
خو ښاغلی ظریف وايي دا "ښاغلي پوهېدل چې الوتکه په توغندي ویشتل شوې ده".
ایران د سوریې په جګړه کې په پراخه کچه ښکیل دی او د سوریې دولت مخالفینو په ځپلو کې یې له دولت سره پراخه مرسته کړې ده. ایران ګڼ شمېر افغانان هم روزلي او د سوریې دولت د ملاتړ لپاره یې دغه هېواد ته استولي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دې غږیز سند ته په غبرګون کې ویلي دا غږ د هغه درناوي څرګندونه نه کوي چې ښاغلی ظریف قاسم سلیماني ته درلود.
هغه ویلي دا مرکه د خپرولو لپاره نه وه او معلومه نه ده چې چا به دا غږ تر لاسه کړی او د څه لپاره خپور کړی وي.
ښاغلي ظریف په دې مرکه کې د ایران د اټومي پروګرام په برخه کې د روسیې د ناغیړۍ په اړه هم څرګندونې کړي دي. دی وايي روسانو فکر کاوه چې له لویدیځو هېوادونو سره ایران د خپل اټومي پروګرام پر سره هوکړې ته نه رسیږي خو کله چې پوه شوه چې دا هڅې پایله ورکوي نو نوي موانع یې رامنځته کړل.