تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې يوه ورځ د کورونا وېروس يو نيم لک مثبتې پېښې؛ سل ميليونه کسان واکسين شول
په هند کې د کورونا وېروس دويمه څپه په ټول هېواد کې خپره شوې او د يکشنبې په ورځ پر دغه وېروس د اخته کسانو شمېر له ۱۵۳ زرو واوښت.
د هند د روغتيا وزرات وايي، يوازې د يکشنبې پر ورځ د کورونا وېروس له امله ۸۳۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې په تېرو پنځو مياشتو کې په يوه ورځ د مړينې تر ټولو لوړه کچه ده.
د بريتانيا د خبري اژانس رويټرز له مخې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې، په لويه کچه د کورونا وېروس نويو مثبتو پېښو ثبتېدو له امله چارواکي په يو شمېر سيمو کې پر بنديزونو او احتياطي ګامونو غور کوي.
د رويټرز په وينا، د شمېرو له مخې اوسمهال د کورونا وېروس د نورې نړۍ پرتله هند کې په چټکۍ په خپرېدو دی. په نړيواله کچه په هرو شپږو ناروغانو کې يو په هند کې دی.
د کورونا وېروس د مثبتو پېښو د شمېر له مخې هند په درېيم نمبر دی. برازيل او امريکا دوه هغه هېوادونه دي چې پر دغه وېروس د اخته کسانو شمېر په کې له هنده زيات دی.
د هند لومړي وزير نرېندر مودي د يکشنبې پر ورځ د "واکسين فيسټوال" په نامه د کورونا وېروس ضد واکسينو پروګرام پيل کړ چې له مخې یې وکولی شي په دې هېواد کې ډېر خلک واکسين شي.
د روان کال له جنورۍ مياشتې راهيسې په هند کې ۱۰۰ ميليونه خلک واکسين شوي چې له چين او امريکا وروسته تر ټولو لوړ شمېر دی.
چارواکي وايي پلان لري تر جولای مياشتې ۲۵۰ ميليونه خلک واکسين کړي خو کارپوهانو وايي د دغه هدف پوره کولو لپاره بايد د واکسينو ورکول پروسه لا چټکه شي.
په هند کې هر هغه څوک چې عمر يې له ۴۵ زيات وي د کورونا ضد واکسين وړيا ترلاسه کولی شي خو د ۲۵۰ هندي روپيو په بدل کې په شخصي روغتيايي مرکزونو کې هم ورکول کېږی.
پاکستان کې د کورونا وېروس حال
په پاکستان کې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې په پنځمه ورځ له پنځه زره زياتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او تېره ورځ ۱۱۴ کسانو ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په پاکستان کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۷۰۰ زرو اوښتی دی.
د کورونا وبا له پيل راهيسې په دې هېواد کې د کورونا وېروس له امله ۱۵ زره کسان مړه شوي او ۳۱ زره نور ترې روغ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کورونا وېروس ضد واکسين ساينو فارم له ۵۰ کلنو د زيات عمر کسانو ته ورکول کېږي.
په پاکستان کې د کورونا وبا د مخنيوي کمېټه وايي، چې د یادې ناروغۍ ضد واکسین به د روژې په میاشت کې هم خلکو ته لګېږي، ځکه چې د دغه هېواد د يو شمېر علماو په خبره په "دغه واکسین روژه نه ماتېږي".
په پاکستان کې د پنجاب ايالت چې د کورونا وبا له درېيمې څپې ډېر اغېزمن شوی په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې له ۲۵۰۰ ډېرې مثبتې پېښې په کې ثبت شوې او ۶۴ کسان په کې مړه شوي دي.
په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې په خيبرپښتونخوا کې بيا ۳۳ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰۰ تنه نور ترې اغېزمن شوي دي.