هند د کورونا ناروغانو شمېر له پلوه څلورم هېواد

د خپرېدو وخت

په هند کې د کورونا وبا مثبتې پېښې له ۴۵۰ زرو اوښتي دي. دغه هېواد اوس له امریکا، برازیل، او روسیې وروسته - د مثبتو پېښېو له پلوه - څلورم دی. تر ټولو ځپل شوی ښار یې مالي مرکز ممبی دی. د دغه ښار په روغتونو کې لنډمهالي کټونه ایښودل شوي دي ځکه ډېر خلک ورځي. د بي بي سي خبریال میورېش کانر او فلم اخیستونکي، شراد باډهي ته اجازه ورکړل شوې وه چې د ممبۍ په مرکز کې د King Edward Memorial روغتون ته ورشي.