تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نظامي: د زدکړو یوه بهرني بنسټ ۳ زره افغانانو ته د لوړو زدکړو جعلي اسناد ورکړي
د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې کمېسون وايي، د زدکړو یوه بهرني بنسټ ۳زره افغانانو ته د لوړو زدکړو جعلي اسناد ورکړي دي.
د دې کمېسون مشر عبدالقیوم نظامي د چارشنبې په ورځ وویل، په همدې جعلي اسنادو ځينو کسانو لوړې دولتي دندې هم اخیستې دي:
"دا د درې زره تحصیلي اسنادو خبره ده چې یوه بهرني بنسټ درې زره جعلي اسناد افغانانو ته ور کړي دي، هلته هیڅ باور نه لري خو دلته ځینې افغانان د دې سندونو له لارې د لوړو دندو څېښتنان شوي دي. "
دی وايي، دا مسله یې یې څېړلې او اوس لویې څارنوالۍ ته سپارلې ده.
د لوړو زدکړو وزارت چې د لوړو زدکړو اسنادو ارزولو او منلو اصلي اداره ده همدا موضوع مني او وايي چې اوس یې دغه ټول اسناد باطل کړي دي.
د دې وزارت ویاند حامد عبیدي وایي، که منظور یو هندی انستیتیوت وي چې تېرو کلونو کې پکې یو شمېر افغان زدکوونکو زدکړې کړې وې او هغه انستیتیوت هند کې جواز نه لري، نو د لوړو زدکړو وزارت پر ۱۳۹۷ کال پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته وزارت د دې انستیتیوت اسناد نه ارزوي او اوسني اسناد چې ارزول شوي ټول باطل دي.
نوموړی وایي، تر ۱۳۹۷ کال وروسته د دې انستیتیوت اسناد افغانستان ته نه دي راغلي، او تر دې مخکې چې کومو کسانو دې اداره کې زدکړې کړې دي، ټول اسناد یې باطل اعلان شوي دي.
خو روښانه نه ده چې پر همدې جعلي اسنادو په دولتي دندو ګومارل شویو کسانو برخلیک به څنګه کېږي او هغه چې حق یې خوړل شوی اوس به څنګه چلن ور سره کېږي.
افغانستان کې د تحصیلي اسنادو ستونزه په همدې ځای پای ته نه رسېږي یوشمېر کسان چې لوړې زدکړې یې کړې او دندې نه لري تور پورې کوي چې ځینې کسان په جعلي اسنادو په کور او بهر سفارتونو کې په لوړو دندو ګومارل شوي دي.
دوی ټینګار کوي چې عدلي او قضايي ارګانونه باید دا وضعیت وڅېړي.
په افغانستان کې د زدکړو جعلي اسناد په تېرو دوو لسیزو کې یو جنجالي بحث دی، هغه څه چې د لوړو زدکړو وزارت یې هم مني خو ادعا کوي چې د نوي سیستم په لګولو سره اوس د اسنادو کره ارزونه کېږي او تر ډېره یې د کورنیو او بهرنیو جعلي اسنادو مخه نیولې ده.