مصر کې د اورګاډو ټکر؛ لږترلږه ۳۲ کسان مړه شوي دي

د عکس سرچینه، Reuters
مصر کې د دوو مساپرو وړونکو اورګاډو ټکر کې لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه او ۱۶۵ ټپي شوي دي.
دا پېښه سوهاج ښار ته نږدې شوې او پایله کې یې د اورګاډو ګڼې غرفې له پټلۍ وتلې او اوښتې دي.
د مصر د اورګاډو شبکې مسئولانو ویلي مخکېني اورګاډي کې د "ناپېژانده کسانو" لخوا د اضطرار برېک فعال شوی او تر شا پسې روان اورګاډی ورسره جنګېدلی دی.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي د دې پېښې عاملان به سخته سزا وګوري.
د ښاغلي سیسي په ټویټر پاڼه لیکل شوي:
"هر څوک چې د ناغېړۍ، فساد او یا ورته بل هر دلیل له مخې د دې دردونکې پېښې لامل شوي وي، باید له استثنا او ځنډ پرته سخته سزا وویني."
دا پېښه د پلازمېنې قاهرې د سویل په ۳۶۵ کیلومترۍ کې شوې ده.
یو اورګاډۍ د سویلي ښار الاقصر او د مدېترانې د اسکندریه بندر ترمنځ د حرکت په حال کې و او بل له پلازمېنې قاهرې د مصر سویل کې اسوان ښار ته روان و.
د مړو او ټپیانو لېږولو لپاره د پېښې ځای ته تر ۷۰ ډېر امبولانسونه استول شوي وو.
د پېښې له ځایه خپرو شویو عکسونو کې لیدل کېږي چې د اورګاډو خونې د اوبو یوه کانال ته نږدې له پټلۍ وتلې او اوښتې دي.
رویټرز خبري اژانس د پېښې ځای کې د یوه سړي په حواله لیکلي چې د ژغورنې د عملیاتو لپاره کرېن ته اړتیا ده.
دغه سړي ویلي "باید چارواکي راشي او وګوري چې څه پېښ شوي. د اورګاډي له لاندې کسان نشي را ایستل کېږي. خلک مړه شوي دي. ان هغه کسان هم نشو ژغورلی چې ژوندي پاتې دي."

د عکس سرچینه، EPA
د مصر لومړي وزیر مصطفی مدبولي، چې له ځینو نورو چارواکو سره د پېښې ځای ته تللی، د قربانیانو له کورنیو سره د مالي مرستو ژمنه کړې ده.
د مصر د اهرام انلاین ویبپاڼې د رپوټ له مخې هغه دا ژمنه هم وکړه چې حکومت به د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره د اورګاډي پروژې نوې کوي.
مصر کې د اورګاډي پېښې ډېرې کېږي او لامل یې هم تر ډېره د پټلیو پر شبکې د پانګونې نه کېدل او د تاسیساتو ساتلو ته کمه پاملرنه ګڼل کېږي.
دغه هېواد کې د اورګاډي یوه خونړۍ پېښه په ۲۰۰۲ کال شوې وه چې ۳۷۳ کسان پکې مړه شوي وو.
هغه پېښه د قاهرې سویل ته په یوه روان اورګاډي کې د اورلګېدو له کبله رامنځ ته شوې وه.



















