د بانک د مشر له ګوښه کولو وروسته ترکۍ لیره ۱۵ سلنه را ولوېده

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا د مرکزي بانک د مشر له ګوښه کولو سره وروسته ترکۍ لیره ۱۵ سلنه ولویدله.ترکیې د مرکزي بانک مشر، ناجي اګبال، د ترکي لیرې د ارزښت په لوړولو کې مهم رول درلوده.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې پرورځ په ناڅاپي ډول ښاغلی اګبال له کاره ګوښه کړ چې په تېرو دوو کلونوکې دا د مرکزي بانک دریم مشر دی چې له کاره ګوښه کیږي.
ښاغلی اګبال په تېره نومبر میاشت کې پردغه دنده ګومارل شوی و. پخوا په ترکیه کې د پېسو د پړسوب کچه یا انفلاسیون تر ۱۵ سلنې لوړ و خو ښاغلي اګبال د بانکي سود د کچې په لوړولوسره غوښتل د انفلاسیون کچه راټیټه کړي.
له کاره د هغه کوښه کېدلو هم سیمه ییز او هم بهرني پانګوال حیران کړل ځکه هغوی د ترکيې د مرکزي بانک د وروستیو مالی تګلارو ستاینه کړې وه.
اوس د استانبول د ونډو یا اسهامو د تبادلې په بازار کې د ونډو بیې راولویدلې او د ترکیې د پورونو د لګښتونو په اړه اندیښنې راپارېدلي.
د ترکي لیرې د ارزښت ډېر کمېدلو لږ وروسته دهغې ارزښت بېرته یوڅه لوړشو او د امریکايي ډالرپر وړاندې نږدې ۸ سلنه ټیټه شوه.

د عکس سرچینه، Reuters
په بازار کې د ونډو د بیې د ډېرو تیټېدو وروسته د یوڅه وخت لپاره د ونډو د تبادلې په بازارکې راکړه ورکړه ځنډول شوې وه.
د اېس اي بي ریسرچ څېړندویه موسسې مشر ستراتیژېست، پرهامرلوند، وايي چارواکو ته به دوه لارې پاتې وي، یا به ژمنه کوي چې د بانکي سود د کچې په بدلولوسره بازارونوته ثبات راولي، او یا به پر پانګو باندې کنټرول زیاتوي .
په ۲۰۲۱ کې ترکي لیره تر ډېره بریالۍ وه، چې د امریکايي ډالر پروړاندې یې ارزښت لوړشوی و.
تېره اونۍ، کله چې ښاغلي اګبال د بانکي سود کچه دوه سلنه لوړه کړه د ترکي لیرې ارزښت خورا ډېر لوړشوی و.
په داسې حال کې چې هېواد کې د توکو بیې ډېرې لوړې شوي، پانګوالو پرچارواکو غږ کړی و چې د انفلاسیون د کنټرول لپاره باید لا جدي مالي تګلارې غوره کړي.
اوس داسې اندېښنې شته چې د ولسمشر اردوغان لخوا د مرکزي بانک د مشر په توګه د سهاپ کاوچي اوغلو په ټاکلو سره به پخوانۍ لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.
ښاغلی کاوچي اوغلو د بانکي چارو یو پرفېسر او د عدالت او ودې د حاکم ګوند یو پارلماني غړی دی. هغه د ولسمشر اېرودغان ددې نظریې پلوي کوي چې وايي د بانکي سود لوړه کچه د انفلاسیون د لوړېدو سبب کېدای شي.
د ترکيې د بانکي سود کچه اوس ۱۹سلنه ده چې بهرني پانګوال هڅوي چې ترکیه کې پانګه وکړي او خپلو نغدو پېسو سره ترکي لیره راونېسي.
د ترکيې مرکزی بانګ د یکشنبې پر ورځ یو وینا کې وویل چې د انفلاسیون د دایمي ټیټوالي لپاره به د خپلو اصلي تګلارو سره سم په اغېزمنه توګه د مالي تګلارو له وسایلو څخه کار واخلي.
اېردو نومېکس
د اووانډا په نامه د پېسو د تبادلې یوشرکت مشر شنونکی، جېفري هېلي، وايي چې ولسمشر اردوغان خپله ځانګړې اقتصادي تګلاره - اېردونومېکس- لري.
ښاغلي هېلي بي بي سي ته وویل :د اېردونومېکس بنسټیزه خبره داده چې د بانکی سود لوړه کچه د لوړ انفلاسیون سبب کېږي.
هغه وايي دا داسې یوه نظریه ده چې په هرځای کې د اقتصادي دودیزو نظریاتو سره تضاد لري.
د بانکي سود لوړه کچه د پېرلو د لګښت د زیاتوالي سبب کېږي چې دا مصرفوونکي نه پرېږدي چې خپلې پېسې له حده زیاتې مصرف کړي، او خلک د پېسو سپمولو ته هڅوي.
خو، منفي اغېزه یې معمولا پڅه اقتصادی وده ده.




















