اسوشیټډ پرېس: قدس ځواک د قاسم سلیماني د وژلو غچ کې د واشنګټن پر فورت مکنئر اډې برید ارزولی دی

د خپرېدو وخت

اسوشیټډ پرېس د دوو جګپوړو امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک جګپوړو قوماندانانو د قاسم سلیماني د وژلو غچ کې تېره جنورۍ د واشنګټن په فورت مکنئر اډې او د امریکا د پوځ د ځمکنیو ځواکونو د سرپرست قوماندان د ترور په طرحو خبرې کړې دي. اسوشیټډ پرېس د دغو دوو امریکايي چارواکو چې دا مالومات یې ورکړي، نومونه نه دي اخیستي.

د امریکا د ملي امنیت اژانس تېره جنورۍ کې د سپاه پاسداران د پوځي قوماندانانو د داسې مکالمې پل څارلی چې هغوی پکې پر فورت مکنئر اډې د امریکا په "یو اېس اېس کول جنګي بېړۍ برید ته د ورته برید" په اړه خبرې کړې دي.

په "یو اېس اېس کول" بېړۍ برید ته له القاعده شبکې سره تړاو ورکول کېږي.

دغه بېړۍ د یمن په عدن خلیج کې تېل اچول چې له چاودېدونکو توکو یوه ډکه کوچنۍ بېړۍ ورسره وجنګول شوه او ۱۷ امریکايي ماڼوګان پکې ووژل شول.

دغو مکالماتو کې د فورت مکنئر اډې د څارلو او هغې ته د نفوذ د لارو چارو ترڅنګ د جنرال جوزف مارټین د ترور په اړه هم خبرې شوې دي.

فورت مکنئر د امریکا کې له زړو پوځي اډو او د جنرال مارټین استوګنځی هم دی.

د قدس ځواک قوماندانان په دې څارل شوې مکالمه کې وايي چې جګپوړي پوځي مشران یې د قاسم سلیماني د وژل کېدو غبرګون کې د بغداد په عین الاسد پوځي اډې د راکټي بریدونو په ګډون د ایران لخوا له پورته شویو ځوابي ګامونو راضي نه دي.

د امریکا دفاع وزارت، د امریکا د ملي امنیت شورا او اژانس په دې تړاو له څرګندونو ډډه کړې ده.

خو د دغه هېواد پوځ اوس واشنګټن کې د واټر فرانټ په نوم د نوې جوړېدونکې استوګنیزې سیمې ګاونډ کې د دې پرتې پوځي اډې امنیتي تدابیر پیاوړي کړي، سمندري ګزمې او دا راز د امنیتي کمرو په وسیله د واشنګټن د سمندري لارې څارنه ډېره کړې ده.

د واشنګټن ښاري چارواکي له پوځ سره چې غواړي د یوې حاېلې سیمې په رامنځ ته کولو سره امینت لا ډاډمن کړي، لانجه کې دي.

د حاېلې سیمې طرحه دوه کاله وړاندې مطرح شوه خو دغو تازه اطلاعاتو ته لاسرسی د دې لامل شو چې د امریکا پوځ بیا دا غوښتنه رامخ ته کړي.

پوځ د امنیتي ګواښونو په اړه مبهم اطلاعات وړاندې کړې دي.

واشنګټن کې د کولمبیا سیمې قومندان عمر جونز ویلي د "ځانګړو او باوري" سرچینو پر بنسټ د ښار په دې سیمه کې میشت پوځي قوماندانان له خطر سره مخامخ دي.

هغه یوازې دومره ویلي چې یوه لامبوزن فورت مکنئر اډې ته لاره کړې او نیول شوی دی.

خو د امریکا کانګرس کې د واشنګټن یوازنۍ استازې النور هلمز نورتن ويلي: "دې کې شک نشته چې د لامبوزن کېسه نادره پېښه ده. خو ایا هغه پوهېده چې چېرته دی؟ ښايي خپله لامبو یې کوله او ناڅاپه دې اډې ته تللی وی؟"

اغلې هلمز نورتن وايي دفاع وزارت ورسره په دې تړاو هېڅ اسناد او مالومات نه دي شریک کړي.

د واشنګټن د اوبو له لارې چې دوه سیندونه پکې یو ځای کېږي، سلګونه وړې او تفریحي کښتۍ تګ راتګ کوي او د زرګونو کسانو کار ورسره تړلی دی.