سعودي د بهرنیو کارګرو لپاره نوې تګلاره پلې کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
په سعودي عرب کې بهرنیو کارګرو ته د ښو شرایطو رامنځته کولو او د کفیل رول کمولو لړ کې نوې تګلاره پرون یکشنبه پلې شوه. د دې تګلارې له مخې له مخې به بهرني کارګر اړ نه وي چې تر پایه له یوه کفیل سره کار وکړي.
د دې هېواد رسنۍ وايي دا ګام د بهرنیو کارګرو په ګومارلو کې د کفیل رول بشپړ پای ته رسولو پر لور یو ګام دی.
د سعودي عرب له خوا دې ګام ته د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره د یوې هڅې په سترګه کتل کېږي.
د دې بدلون له مخې به په دې هېواد کې د خصوصي سکتور د انرژۍ، ودانیزو چارو، او هوټلونو کارګر د کفیل له اجازې پرته بله دنده غوره کولی شي، خو لا هم ځینې شرطونه شته چې له هغه پرته بهرني وګړي بله دنده نه شي کولی.
یو دا چې په ټاکلي وخت خپل کفیل یا هغه چا ته چې ده ته یې په سعودي عرب کې دنده ورکړې ده، درې میاشتې وړاندې خبر ورکړي او له دې کفیل سره یې لږ تر لږه یو کال کار کړی وي.
سعودي کې کارګر

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي رسنۍ وايي دې هېواد کې میشت اوه اعشاریه ۲۷ میملیونه بهرني کارګر به د دې نوې تګلارې له ګټو برخمن شي او دا بدلون په سعودي عرب کې د کفیل سیستم د بشپړ ختمولو لپاره یوه پیلامه ده.
خو د بشري حقونو ملاتړې ډلې وايي له دې نوې تګلارې هغه درې میلیونه کارګر ګټه نه شي اخستلی چې په کورونو کې کار کوي او دا هغه کارګر دي چې تر ډېره یې حقونه تر پښو لاندې کېږي او ناسم چلن ورسره کیږي.
د بشري حقونو ملاتړو ډلو تل په سعودي کې د بهرنیو کارګرو لپاره د کفیل په شته والي او د دوی لپاره د کار د سختو شرایطو له امله نیوکې کړې دي.
په ځینو نورو خلیجي هېوادونو کې هم بهرنیو کارګرو ته د کفیل له لارې دندې ورکول کېږي.
له څه باندې اویا کلونو راهیسې په سعودي کې د کفیل له لارې بهرني کارګر پر دندو ګومارل کیږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي د بشري سرچینو او پرمختګ وزارت په تېره نومبر میاشت کې په خصوصي سکتور کې د بهرنیو کارګرو لپاره د کار شرایطو اسانولو لپاره د هڅو د پیل خبر ورکړ.
د ۲۰۲۰ کال د احصایې له مخې سعودي عرب کې اته اعشاریه دوه میلیونه کسان خصوصي سکتور کې کار کوي چې شبږ اعشاریه ۲۷ یې بهرنیان دي.
د تېر کال د احصایې له مخې سعودي کې د بیکارۍ کچه هم نسبتا لوړه ده او نږدې پنځلس سلنې ته رسیږي.
په سعودي کې ګڼ شمېر افغانان هم په بیلابیلو برخو کې پر دندو او کاروبارو بوخت دي. هڅه کیږي چې دغه هېواد ته لا ډېر افغانان د کار لپار ولاړ شي او دې لړ کې په سعودي د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې دوه اړخیز تړون لپاره هڅې روانې دي، خو ظاهرا د کوورنا وېروس له امله د دې تړون د بشپړولو چارې یو څه ټکنۍ شوې دي.





















