تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا کولوراډو کې ۲۳ متره اوږد 'واورین' مار
د ډېری خلکو لپاره د واورین سړي جوړول هم ګران وي، خو د امریکا کولوراډو ایالت کې یوې کورنۍ له واورې بېل شکل جوړ کړی، د یوه لوی مار واورینه مجسمه.
مورن مموسلي او پنځو وروڼو یې د دغه واورین مار پر جوړولو لس ګړۍ وخت تېر کړ او د کلي خلک یې په لیدو هک پک شول.
د مار دا مجسمه ۲۳ متره اوږده ده چې د توږونکو د کور مخې ته جوړه شوې ده.
په ۲۰۱۹ کال همدې کورنۍ یو واورین پړانګ هم جوړ کړی و چې انځورونه یې پر سیمه ییزو رسنیو ډېر لاس په لاس شول.
موسلي پر خواله رسنیو د جوړ شوي مار د واورینې مجسمې یوه وېډیو خپره کړې ده.
دوی لومړی واورین مار جوړ کړی او بیا یې د مار پوستکي ته ورته رنګونه ورکړي دي.
موسلي بي بي سي ته وویل: "موږ چې کوچنیان وو، پلار به مو واورینې مجسمې راسره جوړولې. یوازې غواړو خلک خوښ وساتو او پخواني وختونه خلکو ته ور یاد کړو".
د دې واورینې مجسمې لیدو ته ګڼ خلک ورغلي. موسلي وايي: "ټول به د مار له مجسمې سره د انځور اخیستو لپاره یوځل درېدل".
ګڼو خلکو پر فیسبوک ویلي، دا مجسمه یې لیدلې او د دې کورنۍ دا کار یې ستایلی دی.