تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې جګړه؛ ملګري ملتونه: لسګونه زره سوریایان لاهم تري تم دي
د ملګرو ملتونو څېړونکو ویلي سوریه کې د جګړې پرمهال لسګونه زره ولسي وګړي له نیول کېدا وروسته لاهم تري تم دي او یو شمېر یې په مړو کې حساب شوي دي.
رپوټ وايي زرګونه وګړي تر نیول کېدو وروسته ان تر مرګه ربړول شوي.
په دغه رپوټ کې د سوریې د روانې جګړې د ښکېلو خواوو د جنګي او بشر ضد جرمونو په اړه د څېړنو موندنې خپرې شوې دي.
څېړنډله وايي، دوی له قربانیانو او عیني شاهدانو سره خبرې کړې چې ګڼو یې ان له "تصور د لوړې" ربړونې او کړاو کیسې کړې دي. دوی وايي د جګړې ښکېلو غاړو ان ۱۱ کلنې نجونې هم تښتولې او جنسي تېري یې پرې کړي دي.
د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د بشارالاسد پرضد ولسي پاڅون پیل شو چې بیا وروسته پر خونړۍ جګړه واوښت او د سوریې د ویجاړېدو لامل شو.
په دې جګړه کې تر ۳۸۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، د هېواد نژدې نیمايي وګړي له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي او تر شپږو میلیونو ډېر له سوریې بهر کډوال شوي دي.
په رپوټ کې تر ۲۶۵۰ ډېرو کسانو سره مرکې او د څه باندې ۱۰۰ بندخونو له بندي کسانو سره خبرې شوې دي. رپوټ وايي، ټولو غاړو داسې سرغړونې کړې لکه یو دوښمن یې چې له بل دوښمن سره کوي.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د جرګه ګۍ مشر پاولو پنییرو ویلي: "چارواکو په لوی لاس خپل سیال سیاستوال، خبریالان، د بشر حقونو فعالان او لاریونیان نیولي دي."
دی وايي "ترهګرو او وسله والو ډلو (لکه د شام د ازادۍ غورځنګ او اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د خلکو ازادۍ ترې اخیستې او تر ډېره یې د دوی د نژاد او توکم له کبله ربړولي او کړولي دي".
پخوانیو بندیانو ویلي څو میاشتې په اجباري ډول د لمر له وړانګو لیرې په سیوري کې ساتل شوي، پاکې اوبه نه دي ورکړل شوې، ککړ خواړه ورکړل شوي او په ډېرو کوچنیو بندخونو کې ساتل شوي، چې د ناروغېدو پرمهال یې هېڅ درملنه نه کېده.
۲۰ ډوله ربړونې
په حکومتي زندانونو کې ځینو ربړول شویو بندیانو د ملګرو ملتونو څېړونکو ته د لږترلږه ۲۰ ډوله ربړونو کیسې کړې دي، چې برېښنايي شاټونه، سوځونه، د نوکانو او غاښونو ایستل او د اوږدمهال لپاره سرچپه راځوړندول هم پکې یاد شوي دي.
په حمص کې یوه بندي ویلي، یوه مستنطق ورته ویلي "اوس دې وژلی شو چې هېڅوک به هم درباندې خبر نه شي".
یوې ښځې چې وايي په حمص او دمشق کې پوځي او استخباراتي کمپونو ته په زور بېول شوې، ربړول شوې او جنسي تېری پرې شوی، ویلي "ژوند مې تباه شو، ټول بدن مې خوږېږي، هېڅ هیله نه شته".
په رپوټ کې راغلي چې ځینې کسان د شام د ازادۍ غورځنګ په زندانونو کې ربړول شوي. دا جهادي ډله د سوري نظام مخالفه ده.
ځینو سړیو ویلي جامو ایستلو او ځان لغړولو ته اړایستل شوي، بیا یې تناسلي الو ته برقي شارټونه ورکړل شوي او جنسي تېري پرې شوي دي.
څېړونکو ویلي، ځینې نیول شوي کسان د حکومت اړوند د ترهګرۍ ضد پوځي محکمو کې له محاکمې پرته وژل شوي. د حکومت مخالفو ډلو هم په ورته بڼه ولسي وګړي محاکمه او وژلي دي.
په بندخونو کې د وژل شویو کسانو کره شمېر نه شته، خو ځینې ثبت شوې شمېرې ښيي چې د حکومت زندانونو کې د وژل شویو کسانو شمېر لسګونو زرو ته رسېږي.
ځینو سرچینو ویلي، چې وژل شوي کسان په ډله ییزو قبرونو کې خښ کړل شوي. د سوریې حکومت او د شام د ازادۍ غورځنګ د بندیانو د ربړولو تورونه ردوي.
د بشر حقونو جرګه ګۍ پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې مجرمان محاکمې ته راکښي.
تېره اونۍ جرمني کې یو پخوانی سوریایی امنیتي چارواکی په بشر ضد جرمونو کې د ښکېلتیا له کبله پړ وبلل شو.