تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټرې د خاشقچي وژنه کې محمد بن سلمان ته سزا غوښتې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې ځانګړې رپوټ ورکوونکې د خبریال جمال خاشقجي د وژنې په تړاو د واشنګټن هغه رپوټ په ټینګه رد کړی او وايي چې ولې یې پر سعودي ولیعهد محمد بن سلمان بندیزونه نه دي لګولي.
د دغه سازمان د بشر حقونو ځانګړې استازې اګنیس کالامار ویلي محمد بن سلمان ته د سزا ورکولو کې پاتې راتلل ډېر خطرناک کار دی. هغې دا کار له یوه داسې کس سره ورته بللی چې په محکمه کې ملامت وګڼل شي خو بیا وروسته یې د خوشي کولو امر وشي.
د کالامار څرګندونې وروسته تر هغه راغلې چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې د خاشقجي په وژلو کې د بن سلمان د ښکېلتیا په اړه یو رپوټ خپور کړ.
په رپوټ کې - چې د جمعې په ورځ د بایډن ادارې خپور کړ - راغلي، ولیعهد د خاشقجي د نیولو او یا وژلو له پلان سره موافقه کړې وه. بن سلمان څو ځلې د خاشقجي په وژنه کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.
د امریکا د سنا جرګې مشرې نانسي پیلوسي هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "امریکا باید ددغه رپوټ د پایلو په رڼا کې له سعودي عربستان سره خپل اړیکي ټینګ او له سره وارزوي".
سعودي رپوټ رد کړی
سعودي عربستان د امریکا د استخباراتو وروستی رپوټ رد کړی او دا یې د سعودي د واکمن نظام د مشرتابه په اړه "سپکوونکی او ناسم" دریځ
بللی.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) خپور کړی، ویلي، راغونډ کړل شوي استخباراتي معلومات او پایلې یې ناسمې دي.
نړیوال غبرګونونه
بریتانیا د خاشقجي د وژلو قضیه کې د باوري، هر اړخیزه او رڼو څېړنو او په دې قتل کې یې پر ۲۰ سعودیانو د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "سعودي ته تېر کال د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دا قضیه راپورته کړه او لاهم له سعودي حکومت سره ددې قضیې په اړه اړیکې لرو".
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک ګارنو خبریالانو ته ویلي: "دا یوه قصدي او ناوړه وژنه وه. موږ رپوټ ګورو، خو حقیقت همدا دی چې کاناډا غواړي سعودي یو بشپړ تحقیق وکړي چې په دې سره حقیقت ته ورسېږو".
خو د کویت د بهرنیو چارو وزارت بیا په یاده قضیه کې د سعودي د مشرتابه د شان کمولو هڅې غندلې دي.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو ملاتړ کړی دی.
افغان حکومت وایي د خاشقجي وژنې قضیه کې د سعودي حکومت له هڅو خوښ دي. د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان دولت د جمال خاشقجي د قتل د عاملانو د محاکمې په اړه د سعودي عربستان د قانوني ګامونو اخیستو هرکلی کوي.
یاد وزارت وايي، سعودي د خاشقجي د وژلو د عاملانو قضايي او عدلي تعقیب لپاره د نړیوالو او ملي قوانینو او ژمنو په رڼا کې ډېرې هڅې کړې دي چې دوی یې ملاتړ کوي.
خبرپاڼه وايي، افغانستان له ترهګرۍ او سخت دریځۍ سره د مبارزې او بشر حقونو ملاتړ لپاره د سعودي عربستان رول مهم ګڼي.
د خاشقجي کوژدنې وليعهد محمد بن سلمان ته د "سزا" غوښتنه کړې
د وژل شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي کوژدنې، د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان ته له "ځنډ پرته د سزا" غوښتنه کړې ده.
د خديجې چنګيز له خوا په خپره شوې بيانيه کې ويل شوي، "دا کار به نه يوازې موږ ته هغه انصاف راکړي چې موږ ورته انتظار کوو بلکې دا کولی شي د دې ډول نورو تکراري پېښو مخنيوی وکړي".
د جمال خاشقجي کوژدنې دغه خبرې د امريکا د استخباراتي پورټ له خپرېدو وروسته کړې دي. په هغه رپورټ کې راغلي وو چې شهزاده محمد بن سلمان د سعودي الاصل امريکايي خبريال جمال خاشقجي د ژوندي نيولو يا وژلو پلان منظور کړی و.
سعودي او وليعهد محمد بن سلمان د امریکا دغه استخباراتي راپور رد کړی دی.
جمال خاشقجي چې د واشنګټن پوسټ اخبار لپاره ليکنې کولې په ۲۰۱۸ کال په استانبول کې د سعودي په سفارت کې ووژل شو.
د جمال خاشقجي د قتل قضیه کې پنځه کسان په اعدام محکوم شول، خو د خاشقجي د کورنۍ د "رضایت" پایله کې یې سزا ۲۰ کلونو بند ته راټیټه شوه.
۵۹ کلن جمال خاشقجي يو مهال د سعودي حکومت سلاکار او شاهي کورنۍ ته نژدې کس و خو بيا په ۲۰۱۷ کال امريکا ته ولاړ او له هغه ځايه يې د سعودي پر حکومت او د محمد بن سلمان پر پاليسيو نيوکې کولې.
د دوشنبې پر ورځ خپاره شوي بيان کې خديجې چنګير ويلي، " وليعهد د یوه بې ګناه کس بې رحمانه وژنې حکم منظور کړی او دا اړينه ده چې بايد له ځنډ پرته سزا ورکړل شي".
نوموړې زیاته کړې، چې "که چېرې وليعهد ته سزا ورنکړل شي نو دا به د تل لپاره ټول له ګواښ سره مخ کړي او پر انسانيت به تور داغ ولګوي".
خديجې چنګيز له نړيوالو مشرانو غوښتي چې "خپل ځانونه له وليعهد لېرې کړي او پر سعودي کلک بنديزونه ولګوي".