تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان بیا د مالي اقدام کاري ډلې خړ لیست کې پاتې شو
د مالي اقدام کاري ډلې يا 'اېف. اې. ټي. اېف' تر راتلونکې جون میاشت پورې خړ لیست کې د پاکستان د ساتلو پرېکړه وکړه.
دا پرېکړه د پیسو سپینولو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو وچولو لپاره د پاکستان د حکومت لخوا د اخیستل شویو ګامونو تر ارزولو وروسته شوې ده.
د اېف اې ټي اېف وروستۍ ناسته کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت د دې ادارې له ۲۷ وړاندیزونو څخه پر دریو وړاندیزونو لا ډېر کار ته اړتیا ده.
د مالي اقدام کاري ډلې ویلي د ۲۰۲۱ کال جون کې به د دغو دریو وړاندیزو برخه کې د پاکستان د پرمختګونو تر بیا ارزولو پورې د دغه هېواد نوم خړ لیست کې پاتې وي.
د یادونې وړ ده چې د مالي اقدام کارلي ډلې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر میاشتې ناسته کې د شپږدو وړاندیزونو په عملي کولو کې د پاکستان د حکومت له کاره نارضایتي ښودلې وه او دغه هېواد ته یې په دغو برخو کې د پرمختګ لپاره د ۲۰۲۱ کال تر فبرورۍ وخت ورکړی و.
د اېف اې ټي اېف دغه ناسته د فبرورۍ له ۲۲مې تر ۲۵مې د کورونا وېروس له کبله په انلاین ډول ترسره کېده او پای کې یې خپلې پرېکړې واورولې.
په دې ناسته کې د ۲۰۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.
د اېف اې ټي اېف پاتې وړاندیزونه
د مالي اقدام کاري ډلې د پاکستان حکومت ته په لاندې دریو برخو کې د لا ډېر کار سپارښتنه کړې ده.
۱ - د پاکستان حکومت او د قانون نافذوونکې ادارې باید عملآ وښيي چې دوی د ترهګرۍ د مالي ملاتړ اړوند جرمونه په ګوته کوي - په دې اړه یوازې څېړنې نه، بلکې دغو جرمونو کې د ښکیلو کسانو، ترهګرو سازمانونو او د هغو لپاره کارکوونکو خلاف قانوني ګامونه هم اخیستل کېږي.
۲ - دا باید ډاډمنه شي چې د ترهګرو په مالي ملاتړ کې د ښکیلو کسانو او ډلو خلاف داسې قانوني ګامونه اخیستل کېږي، چې پایله کې یې په بشپړ ډول د دغو جرمونو پای ته رسېدل شوني کېږي.
۳ - د ملګرو ملتونو نوملړ کې پر شاملو ترهګرو او له هغوی سره پر مرسته کوونکو دې د پیسو راټولو د مخنیوي لپاره مالي بندیزونه ولګول شي - د هغوی شتمنۍ باید مالومې، کنګل او لاسرسی ورته بند شي.
له اقتصادي ستونزو سره مخ پاکستان غواړي چې نوم یې له (خړ) لیسته و ایستل شي.
د پاکستان حکومت د دغه لیست له کبله نړیوال بازار ته د رسېدو لړ کې له ستونزو سره مخامخېږي.
د پاکستان لویدیځوال متحدین له تېرې څه مودې راهیسې په ټینګار سره له دغه هېواده غواړي چې ترهګرۍ سره مبارزه کې نور اقدامات وکړي.
پاکستاني چارواکي تر اوسه نه دي توانېدلي چې دا اداره له ترهګرو سره د مالي مرستو د مخنیوي په اړه له خپلو اقداماتو قانع کړي.
ایف. اې. ټي. ایف څوک دي؟
فنانشل ایکشن ټاسک فورس یا د مالي اقدام کاري ډله ایف. اي. ټي. ایف یوه نړیواله بین الحکومتي اداره ده چې ۱۹۸۹ کال کې رامنځته شوه.
د دغې ادارې بنسټیز هدف دا دی چې نړیوال اقتصاد له ترهګرۍ، تورو پیسو سپینولو او دغه راز نورو خطرونو پاک کړي.
دغه تنظیم ۳۵ غړي لري چې امریکا، برتانیا، چین او هند په کې شامل دي، خو پاکستان د دغه تنظیم غړیتوب نه لري.
د تنظیم وېبپاڼې له مخې دا یوه پالیسي چمتو کونکې اداره ده چې د سیاسي هوډ لپاره کار کوي. دغه اداره له درېیو کلونو وروسته د دې لپاره غونډه کوي چې وګوري وړاندیزونه یې تر کومه حده عملي شوي دي.