ایف اې ټي ایف: د ټولو وړاندیزونو تر عملي کېدو به د پاکستان نوم په خړ لیست کې پاتې وي

د خپرېدو وخت

د تورو پیسو سپیناوي او ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ادرې فاینانشل اېکشن ټاسک فورس 'ایف اې ټي ایف ' پرېکړه کړې، چې د تېر په څېر د پاکستان نوم تر څار لاندې یا 'خړ نوملړ ' کې وساتي.

د دغې ادارې مشر وايي، پاکستان له ۲۷ نه پر ۲۱ وړاندیزونو عمل کوي، خو په خبره یې موضوع دلته نه ختمېږي، بلکې نور فعالیت ته هم اړتیا ده.

ایف اې ټي ایف اداره وايي، پاکستان ته د ۲۰۲۱ کال تر فبرورۍ پورې وخت ورکړ شوی، چې ټول وړاندیزونه عملي کړي.

دا پرېکړه د ادارې له درې ورځنۍ غونډې وروسته شوې، چې د کورونا وبا له کبله په انلاین بڼه تر سره شوه.

غونډه کې پرېکړه شوې، چې ایران او شمالي کوریا به د تېر په څېر تور نوملړ کې وساتل شي او د ادارې د وړاندیزونو له عملي کولو وروسته به ایسلنډ او منګولیا له خړ لیسته وایستل شي.

په غونډه کې هغه اقدامات وڅېړل شول، چې پاکستاني چارواکو تر اوسه پورې له ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو مخنیوي لپاره کړي دي.

ایف اي ټي ایف مشر مارکس پلیئر له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، ادارې یې پاکستان ته ۲۷ وړاندیزونه کړي وو، چې په وینا یې ۲۱ یې عملي شوي، خو تر څو چې پاتې شپږ وړاندیزونه عملي نه شي د دغه هېواد درجه نه بدلېږي.

د نوموړي په وینا تر څو چې پاکستان پاتې شپږ وړاندیزونه عملي نه کړي، تور نوملړ ته د شمولیت خطر یې پر ځای پاتې دی. د نوموړي په وینا که پاکستان وتوانېږي په ټاکلې موده کې پاتې وړاندیزونه عملي کړي، د ایف اي ټي ایف استازي به دغه هېواد ته سفر وکړي او د دوی له تایید وروسته به له خړ نوملړه د پاکستان نوم بېرته اخیستو ته لار هواره شي.

د پاکستان نوم د ۲۰۱۸ کال په جون کې خړ نوملړ کې شامل شو او د ۲۰۱۹ کال تر اکتوبر پورې دغه هېواد ته وخت ورکړل شو، چې اړین ګامونه پورته کړي.

وروسته د څلورو نورو میاشتو لپاره دا موده وغځول شوه.

پاکستاني چارواکو دغې ادارې ته ډاډ ورکړی و، چې په په ورکړل شوې موده کې به اړین قانوني اقدامات وکړي او د پلي کولو لپاره به یې ګټور نظام رامنځته کړي.

د ۲۰۲۰ تر فبرورۍ پورې پاکستان د ایف اې ټي ایف له ۲۷ وړاندیزونو یوازې ۱۴ عملي کړي وو او د پاتې ۱۳ وړاندیزونو عملي کولو لپاره څلور میاشتي نور وخت ورکړل شو.

ایف اې ټي ایف څه ډول اداره ده؟

ایف اې ټي ایف یوه بین الحکومتي اداره ده، چې په ۱۹۸۹ کال کې رامنځته شوې ده.

د دې ادارې بنسټیز هدف د تورو پیسو سپینولو، ترهګرۍ او له دغه ډول نورو خطرونو د نړیوال اقتصادي نظام خوندي ساتل دي.

دغه اداره د دې لپاره قانوني، انظباطي او عملي اقدامات کوي.

دغه تنظیم ۳۵ غړي لري، چې امریکا، برتانیا، چین او هند هم پکې شامل دي، خو پاکستان د دې تنظیم غړیتوب نه لري.