د جو بایډن د حکومت لومړی پوځي ګام؛ سوریه کې د ایران پلوه وسله والو اهداف په نښه شول

اربیل

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

امریکا د سوریې ختیځ کې د ایران له ملاتړ د برخمنو ملېشو پر یوه هدف هوايي برید کړی دی. دا پوځي ګام د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن له هوکړې او تایید وروسته اخیستل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي "د پولې د کنټرول یوه نقطه کې څو پراته تاسیسات چې د ایران له ملاتړه د برخمنو جګړه مارو ډلو لخوا ترې ګټه اخیستل کېده" ویجاړ شول.

پنټاګون زیاته کړې دغه عملیات عراق کې د امریکایانو د مېشتې پر مرکزونو د راکټي بریدونو د وروستۍ لړۍ په ځواب کې شوي.

د روانې فبرورۍ پر پنځلسمه د عراق د کردستان اربیل ښار کې په همدا ډول راکټي بریدونو کې د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو یو قراردادي ووژل شو او د یوه امریکايي سرتیري په ګډون څو کسان ټپيان شول.

دا د جو بایډن د حکومت لومړی پوځي ګام دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي: "دغه متناسب پوځي ګام له دیپلوماتیکو تدابیرو سره هممهاله پورته شو چې د اېتلاف له شریکانو سره سلا مشورې هم پکې شاملې دي."

هغه زیاته کړې دغه عملیات دا پیغام رسوي چې ولسمشر بایډن د امریکايي وګړو او د اېتلاف د غړو خوندیتوب لپاره بې غبرګونه نه پاتې کېږي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټېن هم چې کلیفورنیا ته پر سفر و خبریالانو ته ویلي ډاډمن دی چې په دغو هوايي بریدونو کې سم اهداف په نښه شوي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکا حکومت کې د ځینو سرچینو په حواله وايي دا عملیات د هوايي برید یوه کوچنۍ ننداره وه.

دغه ورځپاڼه لیکلي د سوریې او عراق پر پوله د ودانیو په یوه کوچنۍ مجموعې چې سوریې ته د ملیشو او وسلو د لېږد رالېږد لپاره ترې ګټه اخیستل کېده یو بم غورځول شوی دی.

د دغو سرچینو په وینا د امریکا حکومت ځکه سوریه کې ځوابي ګام اخیستی چې عراق کې یې د نامطلوب دیپلواتیک غبرګون مخه نیولې وي.

امریکايي چارواکو ویلي پنټاګون ولسمشر جو بایډن ته څو ستر انتخابه د احتمالي اهدافو په توګه وړاندې کړي وو خو هغه تر ټولو کوچنۍ هدف انتخاب کړ.

رویټرز خبري اژانس هم لیکلي دا برید ظاهرآ کوچنی دی او د دې لپاره چې سوریه کې شوی د عراق حکومت ته د فبرورۍ د ۱۵مې د راکټي بریدونو په اړه د څېړنو فرصت ورکوي.

ښاغلي کربي د سې شنبې پر ورځ ویلي و چې د عراق حکومت د دغو بریدونو په اړه د څېړنو مسئولیت لري.

اربیل

د عکس سرچینه، Reuters

د جو بایډن د حکومت چارواکو د عراق د کردستان په اربیل ښار کې راکټي بریدونه غندلي خو ویلي یې تر اوسه په بشپړ ډول نه پوهېږي چې دا بریدونه چا کړې دي.

د اربیل د راکټي بریدونو مسئولیت د "سرایا اولیاء الدم" په نوم یوې ډلې پر غاړه اخیستی چې عراقي چارواکي وايي ایران یې ملاتړ کوي.

خو د ایران حکومت بیا د اربیل د راکټي بریدونو په غندلو سره دې پېښه کې د تهران د لاس لرلو "مشکوکې ګونګسې" رد کړې دي.