د ساتونکو له وژلو وروسته پړانګان له ژوبڼه تښتېدلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اندونیزیا بورنېو ټاپو کې دوه سوماترايي پړانګانې د خپل ساتونکي تر وژلو وروسته له ژوبڼ تښتېدلې دي.
ویل شوي چې دا دواړه ۱۸ میاشتنۍ پړانګانې د انقراض له جدي خطر سره له مخامخ نسله دي.
رپوټونه وايي بورنېو ټاپو کې د څو ورځو پرله پسې ورښتونو له کبله د ځمکښویېدو پایله کې د سینکا ژوبڼ د هغې برخې دېوال نړېدلی چې دغه پړانګانې پکې ساتل کېدلې.
د شنبې پر ورځ یوه پړانګه د بې سدۍ درملو په ډز تر ویشتل کېدو وروسته بېرته نیول شوې، خو دویمه بیا په اصلي مرمیو په نښه او وژل شوې ده.
ویل کېږي دا دویمه پړانګه قهرېدلې وه او د بې سدۍ درملو د ورکول کېدو هڅې یې ناکامه شوې.
د ژوبڼ د ۴۷ کلن ساتونکي مړی د جمعې پر ورځ د دغو پړانګانو تر تښتېدو لږ وروسته د هغوی د ساتل کېدو ځای ته نژدې موندل شوی و.
اې اېف پي خبري اژانس ویلي، د هغه پر بدن د داړلو او څیرلو نښې وې.
د دغو پړانګو د ساتل کېدو ځای ته نژدې وړاندې د یوې بیزو او یوه شترمرغ په ګډون د څو ژویو مړي هم موندل شوي وو.
تر تېښتې وروسته دغو پړانګانو پسې د سوېلي کاليمانتان په سینګ کاوانګ ښار کې پراخ لټون روان و.
ژوبڼ ته نژدې د سیل سیمې تړلې وې او پولیسو له خلکو غوښتي وو چې په کورونو پاتې شي.

د عکس سرچینه، EPA
پولیس وايي هڅه دا وه چې دواړه پړانګانې بېرته ژوندۍ ونیول شوي خو بالاخره اړوتل چې یوه په ډزو ووژني.
د چاپېریال ساتنې د ځايي اژانس مشر سادتاتا نور ادیرهمانته اې ایف پي ته ویلي: "لومړی مو هڅه وکړه چې د بې سدۍ په ټوپک یې وولو، خو کار یې ونه کړ. مجبور شو چې یوه پړانګه په ډزو وولو ځکه قهرجن چلن یې کاوه."
نوموړي زیاته کړې :"ډارېدو چې د استوګنې نږدې سیمې ته به وتښتې. ډېرې هڅې مو وکړې چې ژوندۍ یې ونیسو، خو د انسانانو خوندیتوب لومړیتوب لري."
د دغو پړانګو د موندلو لپاره په دې ځنګلي سیمه کې بې پیلوټه الوتکو هم ګټه اخیستل شوې ده.
د پولیسو یوه ځايي مشر د سي اېن اېن اندونیزیايي څانګې ته ویلي: "په ډېره سخته مو بېرته وموندلې".
د بې سدۍ درملو په ډز ویشتل شوې و بېرته ژوبن ته لېږدول شوې پړانګه د ژویو د ډاکترانو تر څارنې لاندې ده.
د سوماترايي پړانګانو نسل د انقراض او له منځه تللو له جدي خطر سره مخامخ دی او ګومان کېږي چې اوس به د دغو ژویو تر ۴۰۰ کم طبعیت کې پاتې وي.



















