تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین کې پر انټرنېټ د زدکوونکو د روږدېدو د مخنیوي هڅې
د چین د زدکړو وزارت د زدکوونکو لخوا ښوونځیو کې د موبایل کارولو د مخنیوي پرېکړه کړې ده.
دا ګام د زدکوونکو د لید او فکري تمرکز د ساتلو او دغه راز د دې لپاره پورته شوی چې پر انټرنېټ د زدکوونکو د روږدېدو مخه ونیول شي.
د چین د زدکړو وزارت ویلي زدکوونکي نور د مور پلار له کتبي غوښتنې پرته ښوونځیو ته د موبایل تلېفون د وړلو اجازه نه لري.
ویل کېږي ښوونځیو ته هم سپارښتنه شوې چې زدکوونکو ته ښوونځیو کې د حضور پر مهال کورنۍ سره د اړیکو لپاره نورې لارې چارې ومومي.
چین کې ګڼ شمېر ځوانان او ماشومان انټرنېټ ته د لاسرسي لپاره موبایل کاروي.
د دغه هېواد دولتي شمېرې ښيي چې تر ۱۸ کلونو د ټیټ عمره کسانو په هرو سلو کې ۷۴ د موبایل له لارې انټرنېټ سره تړلي وي.
خو چارواکي د تنکیو ځوانانو پر روغتیايي وضعیت موبایل کې د انټرنېټ د کارېدو ناوړه اغېز ته اندیښمن دي.
رپوټونه وايي د دغه هېواد کوچنیانو کې د نږدې لیدلو ستونزه د پام وړ ډېره شوې ده.
په ۲۰۱۸ کال کې د چین چارواکو ویلي و د کمپیوټري لوبو صنعت دې برخه کې تر نورو ډېر ګرم ګڼل شوی او څار به پرې ډېر شي.
چیني چارواکي پر کمپیوټري لوبو د ماشومانو روږدېدو ته هم اندېښمن دي چې روغتیا ته یې زیان اړوي.
دغه هېواد په ۲۰۱۹ کال د کمپیوټري لوبو لپاره هم نوي مقررات اعلان کړل چې له مخې یې تر ۱۸ کلونو ټیټ عمره تنکیو ځوانانو ته د اوونۍ د منځ ورځو کې یو نیم ساعت او د رخصتۍ ورځو کې ۳ ساعته د کمپیوټري لوبو اجازه ورکړ شوې ده.
دمګړۍ د چین ډېرو ښوونځیو ته د زدکوونکو لخوا د موبایل تلیفونونو پر وړلو بندیز لګولی.
کله ناکله ان داسې هم شوي چې د زدکوونکو موبایلونه له مقرراتو د سرغړولو له کبله د هغوی د سترګو پر وړاندې مات شوي وي.
د چین په ویبو ټولنیزه رسنۍ کې پر دغه بندیز تود بحث روان دی.
په ځینو نظرپوښتنو کې ویل شوي چې په دې تړاو نویو قوانینو ته اړتیا نشته ځکه اوس هم دغه محدودیتونه عملي کېږي.
نورو بیا ویلي زدکوونکي ښايي له ښوونځیو او درسي ساعتونو بهر د موبایل او انټرنېټ کارونه ډېره کړي.
د فرانسې پارلمان هم په ۲۰۱۵ کال داسې طرحې ته رایه ورکړ ه چې له مخې یې له ۱۵ کلونو د ټیټ عمره زدکوونو لخوا د موبایل کارونه بنده شوه او دغه هېواد کې زدوونکي باید د درسي ساعتونو پر مهال موبایل ونه کاروي.
تېر کال بریتانیا کې یوې نظرپوښتنې وښوده چې تر نیمو لږ څه کم مور او پلار له دا ډول محدودیت سره موافق دي.
بریتانیا کې هر ښوونځی پخپله په دې تړاو پریکړه کوي.