ایران کې په بند محکوم څېړونکی د غرونو له لارې په تېښته بریالی شو

د خپرېدو وخت

هغه ایراني نژاده بریتانوی څېړونکی چې "له دوښمن هېواد سره د اړیکو درلودلو" په تور په ایران کې په ۹ کاله بند محکوم شوی و،‌ توانېدلی چې د غرونو له لارې او په پښو له دې هېواد وتښتي او بریتانیا ته ځان ورسوي.

کامیل احمدي دوه میاشتې وړاندې په دې جرم محکوم شوی و، خو نوموړي تل پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي.

د تېښتې پر مهال کامیل احمدي په ضمانت ازاد و او د استیناف محکمه یې روانه ده، خو نوموړی وایي چې دې محکمه کې یې هم قضیه رد شوې وه او که یې تېښته نه وای کړې نو زندان ته به استول کېده.

ښاغلی احمدي وایي، د ایران انقلابي ګارډ نه د تېښتې لپاره اړ شو چې په غرونو کې اوږد او له خطرونو ډک پیاده سفر وکړي.

کامیل احمدي اوس بریتانیا کې له خپلې مېرمنې او پنځه کلن زوی سره یو ځای شوی، خو برخلیک یې نه دی مالوم او دا هم روښانه نه ده چې ایران به د هغه د تېښتې په غبرګون کې څه کوي.‌‌

کامیل احمدي‌ څوک دی او ولې نیول شوی و؟

کامیل احمدي یو کُرد نژاده ایرانی وګړی دی چې د ایران په لوېدیځ کې زيږېدلی،‌ خو به ۱۸ کلنۍ کې یې کورنۍ د لوړو زدکړو لپاره بریتانیا ته ولېږه.‌

نوموړی له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته په بریتانیا کې پاتې شو او د دې هېواد تابعیت یې واخیست.‌

کلونه وروسته نوموړی د "انتروپولوجي" یا وګړپېژندنې برخه کې د څېړنو لپاره بېرته ایران ته ستون شو.‌

ښاغلی احمدي وایي، په ایران کې یې په کم عمر کې د نجونو پر ودولو څېړنه کوله او د همدې موضوع د حساسیت له کبله د ایراني چارواکو ور پام شو.‌

د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کې نوموړی د ایران انقلابي ګارډ لخوا ونیول شو او ایوین زندان ته ولېږدول شو.

له درې میاشتني زندان وروسته وکیل احمدي خوشی شو،‌ خو قضیه یې روانه وه او د ایراني استخباراتو لخوا تر کلکې څارنې لاندې و.‌

بلاخره د تېر ۲۰۲۰ کال په ډسمبر میاشت کې نوموړی "له یو دوښمن نظام سره په مرستې او همکارۍ" تورن وپېژندل شو او پر ۹ کاله بند سربېره څه باندې شپږ نیم لکه ډالره جریمه هم شو.‌

پر کامیل احمدي دا تور هم و چې د خپلو څېړنو له لارې په ایران کې همجنس بازۍ ته وده ورکوي،‌ خو ښاغلي احمدي پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.‌