د "اسلامي دولت" (داعش) نوی مشر عبدالله قرداش څومره پېژنئ؟

قرداش
د عکس تشریح، د عراق استخباراتي سرچینو د قرداش د ژوند لاسوند موندلی چې وايي په ۱۹۷۶ کال د عراق موصل لوېدیځ "المحلبیة" سیمه کې زیږېدلی دی.
د خپرېدو وخت

د "اسلامي دولت" نومې ډلې د ماتې خوړلو تر اعلان او په ۲۰۱۹ کال یې د مشر ابو بکر البغدادي تر وژل کېدو وروسته له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دغې ډلې فعالیتونه یوځل بیا ډېر شوي دي.

دغې ډلې بل مشر (ابو ابراهیم الهاشمي القرشي) ټاکلی چې د امریکايي او عراقي امنیتي او استخباراتي سرچینو په وینا، اصلي نوم یې "حجي عبدالله قرداش" دی.

د بي بي سي خبریال فراس کیلاني یې په اړه دا رپوټ چمتو کړی دی.

د عراق استخباراتي سرچینو د قرداش د ژوند لاسوند موندلی چې وايي په ۱۹۷۶ کال د عراق موصل لوېدیځ "المحلبیة" سیمه کې زیږېدلی دی.

اصلي نوم یې امیر محمد سعید عبدالرحمن محمد دی. په ۲۰۰۰ کال د موصل پوهنتون کې یې قراني علوم او اسلامي روزنې برخه کې زدکړې کړې او له همدې پوهنتون فارغ شوی دی.

په ۲۰۰۲ کال یې عسکري هم کړې ده او بیا د عراق شمال لوېدیځ تلعفر ښار ته ستون شوی.

له "انصار السنة" ډلې سره د عبدالرحمن القاذلي له لارې یوځای شوی، خو بیا ژر په ۲۰۰۴ کال له القاعدې شبکې سره یوځای شو او له ابو مصعب الزرقاوي سره یې بیعت وکړ.
د عکس تشریح، له "انصار السنة" ډلې سره د عبدالرحمن القاذلي له لارې یوځای شوی، خو بیا ژر په ۲۰۰۴ کال له القاعدې شبکې سره یوځای شو او له ابو مصعب الزرقاوي سره یې بیعت وکړ.

په امیر سعید (حجي عبدالله) هم مشهور و.

له "انصار السنة" ډلې سره د عبدالرحمن القاذلي له لارې یوځای شوی، خو بیا ژر په ۲۰۰۴ کال له القاعده شبکې سره یوځای شو او له ابو مصعب الزرقاوي سره یې بیعت وکړ.

د الزرقاوي له وژل کېدا او په ۲۰۰۶ کال عراق کې د "اسلامي دولت" ډلې جوړېدو تر اعلان وروسته، قرداش د داعش له خوا په ۲۰۰۷ کال د موصل ښار قانون جوړوونکی اعلان شو.

امریکايي ځواکونو د ۲۰۰۸ کال لومړیو کې ونیو. له امریکايي ځواکونو سره دوه کاله بندي و.

د تلعفر ښار په دې کور کې د ۲۰۰۵ کال لومړیو کې اوسېدلی او بیا موصل ته لېږدېدلی دی.
د عکس تشریح، د تلعفر ښار په دې کور کې د ۲۰۰۵ کال لومړیو کې اوسېدلی او بیا موصل ته لېږدېدلی دی.

له زندانه تر وتلو وروسته په نینوا ولایت کې چارواکی او د داعش ډلې د مخکېني مشر ابو بکر البغدادي نژدې ملګری شو.

په ۲۰۱۲ کال د هغه یو وروستی کارت راڅرګند شو، چې ډېره لنډه ږیره پکې لري.

په سوریه او عراق کې د "اسلامي دولت" (داعش) د قلمرو په پراخېدو سره، قرداش د دغې ډلې د عدلیې وزیر یا قاضي وټاکل شو.

د "اسلامي دولت" نومې ډلې له ړنګېدا او پر موصل د نړیوالې ټلوالې د بمباریو له پیلېدو سره په یوه هوايي برید کې د قرداش ښۍ پښه ټپي شوه
د عکس تشریح، د "اسلامي دولت" نومې ډلې له ړنګېدا او پر موصل د نړیوالې ټلوالې د بمباریو له پیلېدو سره په یوه هوايي برید کې د قرداش ښۍ پښه ټپي شوه

خو د "اسلامي دولت" نومې ډلې له ړنګېدا او پر موصل د نړیوالې ټلوالې د بمباریو له پیلېدو سره په یوه هوايي برید کې د قرداش ښۍ پښه ټپي شوه، دی قائم ښار ته ولاړ بیا بوکمال ته ولېږدېد، خو له بریده ونه ژغورل شو.

د هغه شخصي ساتونکی ووژل شو او دی ټپي شو، همدا وو چې د سوریې شمالي ادلب ښار ته ولېږدول شو.

قرداش
د عکس تشریح، قرداش

له هماغه ځایه یې د البغدادي تر وژل کېدا پورې د "اسلامي دولت" نومې ډلې ډېری چارې مخته بوولې.

عراقي استخباراتي داسې انګېري، چې قرداش اوس له خپل هغه پټنځي چارې سمبالوي، چې د فرات ختیځ کې د سوریې دیموکراتو ځواکونو تر واک لاندې دی.