چین پاکستان ته د کورونا واکسین ورکړ؛ خو لومړی به چا ته لګول کېږي؟

د خپرېدو وخت

د کورونا وېروس د واکسین لومړۍ جوپه نن له چینه پاکستان ته رسېدلې ده. د پاکستان یوه ځانګړې پوځي الوتکه چې دا واکسین یې لېږدولو د دوشنبې سهار د راولپنډۍ په نورخان هوايي اډه کې ناسته ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ځايي رسنیو سره د خبرو پر مهال د چین مننه کړې او ویلي یې دي چې دا واکسین د چین له اړخه پاکستان ته ډالۍ شوي دي.

د عامې روغتیا د ملي خدمتونو برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال ډاکتر فیصل سلطان هم پر خپل ټویټر لیکلي: " د ساېنوفارم واکسین لومړی جوپه را ورسېده!"

د پاکستان یوه ځانګړې پوځي الوتکه د یکشنبې په سهار د کوویډ-۱۹ واکسین د لومړۍ جوپې د راوړلو لپاره چین ته اولوتې وه.

چین د دغه هېواد د درمل جوړولو په دولتي کمپنۍ کې د ساېنوفارم په نوم د کورونا وېروس د تولید شوي واکسین نیم میلیون ډوزه پاکستان ته ډالۍ کړې دي.

د پاکستان د قوماندې او عملیاتو له ملي مرکز 'اېن سي او سي' په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه هېواد کې د واکسین د لېږد او مدیریت لپاره له وړاندې لارې چارې او یوه جامع تګلاره جوړه شوې ده.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې اسلام اباد کې د کورونا وېروس واکسین د ساتلو او نورو ایالتونو، په ځانګړې توګه سند او بلوچستان ته د هغو رسولو لپاره هم ټول اړین ګامونه اخیستل شوي دي.

اېن سي او سي د کورونا واکسین د ثبت او تجویز د څار لپاره د معافیت د مدیریت ملي سیستم (NIMS) په نوم یو انلاین پورټال هم رامنځته کړی دی.

پاکستان کې د کورونا واکسین څنګه کېږي؟

د واکسین لپاره پاکستان کې د ضلعو او تحصیلونو په کچه د واکسیناسیون مرکزونه جوړ شوي دي.

ویل شوي چې لومړي ګام کې به روغتیايي کارکوونکو ته د کورونا وېروس واکسین ولګول شي.

دویم پړاو کې به ۶۰ کلنو او تر دې پورته عمر لرونکو ته دغه واکسین وشي. د پاکستان واکسیناسیون ملي ادارې "ای پي اې" چارواکو ویلي چې د وګړو د احصایې د ثبت له ملي ادارې 'نادرا' څخه یې د هېواد په کچه د ۶۰ کلنو او تر دې د پورته عمر لرونکو خلکو لیستونه ترلاسه کړې دي.

دریمه مرحله کې اتلس کلنو او تر دې د پورته عمر کسانو ته واکسین کېږي.

پاکستان کې چارواکو پرېکړه کړې چې تر ۱۸ کلونو ټیټ عمره کسانو ته به د کووېډ-۱۹ د مخنیوي واکسین نه کېږي.

د واکسین د ساتلو او زېرمه کولو تدابیر

د چین د درمل جوړونې په دولتي کمپنۍ کې د دغه تولید شوي واکسین ساتلو لپاره د سانتي ګراد له دوو تر اته درجو تودوخې ته اړتیا ده.

د همدې لپاره د واکسیناسیون په هر مرکز کې باید د دغه واکسین د خوندي ساتلو لپاره یو ځانګړی 'ای اېل ار' ریفریجرېټر ایښی وي.

واکسین عمومآ په کوچنیو بوتلونو 'وایل' کې ترلاسه کېږي، خو د ساېنوفارم واکسین هر ډوز به یوه سُرنج یا پیچکارۍ کې وي، چې تر کارېدو وروسته به د دویم ځلي کارېدو د خطر د مخنیوي لپاره ماته او غورځول کېږي.

دا واکسین په دوو دورو کې کېږي. دویم ډوز تر لومړي هغه ۲۱ ورځې وروسته لګول کېږي. ساېنوفارم له کووېډ-۱۹ څخه د خوندیتوب لپاره ۷۹ اعشاریه ۳۵ سلنه ګټور دی خو پکار ده چې دواړه ډوزه پر وخت ولګول شي.

واکسین لپاره د نوملیکنې کړنلار

هر څوک چې غواړي د کورونا واکسین لپاره نوم ولیکي، لاندې کړنلار باید پام کې وساتي:

• د خپلې پېژندپاڼې (شناختي کارډ) نمبر له موبایل څخه په لنډ لیکلي پیغام کې ۱۱۶۶ شمېرې ته واستوي. د 'اېن ای ایم اېس' د ویب پاڼې له لارې هم د واکسین لپاره نوم لیکل کېدای شي.

• تاسې ته به مو پېژندپاڼه کې د ثبت شوي ادرس له مخې د واکسیناسیون د نږدې مرکز ادرس په لنډ لیکلي پیغام کې واستول شي.

• چې واکسین ترلاسه شي نو د نوم لیکونکو کسانو لخوا به د لنډلیکلي پیغام په وسیله د واکسینېدو د نیټې او وخت په اړه مالومات او یو ځانګړی کوډ نمبر درکړ شي.

• که تاسې درښودل شوي مرکز ته نشئ تلای نو ۱۱۶۶ ته به زنګ کوئ او یا د اېن ای اېم اېس ویب پانې ته په ورتګ سره خپل مرکز بدلولی شئ.

• وګړي باید پر ورښودل شوې نېټه او وخت د واکسیناسیون ټاکلي مرکز کې حاضر وي.