امریکا کې د "کورنۍ ترهګرۍ" د ګواښ د ډېرېدو خبرداری ورکړل شو

د عکس سرچینه، EPA
امریکا کې د امنیتي ادارو مشرانو د تېرو ولسمشریزو ټاکنو له پایلو د ناراضه کسانو لخوا په کور دننه د ترهګریزو ګواښونو د کچې د لوړېدو خبرداری ورکړی دی.
په دې لړ کې د امریکا د کورني امنیت وزارت ويلي د جنورۍ په ۶مه د کانګرس پر ودانۍ د ډونلډ ټرمپ د پلویانو چپاو ځینې افراطیان زړور کړي دي.
خو دغه وزارت وايي تر دې دمه د کومې مشخصې دسیسې په اړه مالومات نه شته.
د کانګرس پر ودانۍ برید داسې مهال شوی و چې تېرو ټاکنو کې د جو بایډن د بریا د تایید غونډه پکې روانه وه.
تر دې پېښې لږ وړاندې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ مخې ته د خپلو زرګونو پلویانو یوې غونډې ته وینا کې دا بې بنسټه ادعا تکرار کړه چې ګواکې ټاکنو کې ورسره پراخه درغلي شوې ده.
ښاغلي ټرمپ خپلو پلویانو ته ویلي و: "که د زړه له تله مبارزه ونه کړئ، بې هېواده به شئ".
تر دې وینا وروسته د ټرمپ د پلویانو یوې سترې ډلې د کاپيټول پر لور لار وکړه او د امنیتي ساتونکو د مخنیوي له هڅو سره سره د کانګرس پر ودانۍ ور وختل.
دې پېښه کې د کانګرس د یوه امنیتي افسر په ګډون ۵ کسان ووژل شول.
د امریکا استازو جرګې ښاغلی ټرمپ د دې پېښې د لمسون په تور استیضاح کړی او ټاکل شوې راتلونکې میاشت یې سنا کې محاکمه پېل شي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت لخوا چارشنبه په خپاره شوي لارښود کې راغلي دوی باورمن وو چې "د ولسمشرۍ د واکونو له بریالي لېږد راوروسته اوونیو" کې به هم ګواښ دوام ولري.
سرچینې زیاته کړې " اطلاعات ښيي د ایډیالوژیکو انګېرنو له اړخه ځینې پارېدلي توندلاري کېدای شي د دولتي واکونو پر اعمال او د ولسمشریزو واکونو پر لېږد د اعتراض او دغه راز د غلطو ګونګوسیو له کبله د راولاړو شویو ګیلو لپاره د تاوتریخوالي د لمسون یا ترسره کولو لپاره منسجم شي."
په لارښود کې ویل شوي "کورني قهرجن توندلاري ښايي" د کانګرس پر ودانۍ د چپاو له کبله "زړور شوي وي او منتخب چارواکي او دولتي تاسیسات هدف وګرځوي".
دا په تېر شاوخوا یو کال کې لومړی ځل دی چې دغه وزارت دا ډول عام خبرداری خپروي.
په کانګرس برید ټولې امریکا ته ټکان ورکړ او امریکايي چارواکي په سملاسي توګه دې پېښه کې د ښکیلو کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره لاس په کار شول.
څارنوالان اوس وايي تر دې دمه یې په کانګرس چپاو کې ۴۰۰ ښکیل مشکوک کسان پېژندلي او ۱۳۵ یې د تاوتریخوالي په تړاو نیولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټېلېګرام کې پر کانګرس د بریدګرو ستاینه
لاس انجلس کې د بي بي سي نیوز رېګن مورېس
د امریکا حکومت خپلو خلکو ته "د کورنیو توندلارو" چې د جنورۍ د ۶مې چپاو ښايي زړور کړي وي - د احتمالي بریدونو په اړه د هوښیار اوسېدو سپارښتنه کوي - خو دغه هېواد کې ډېر داسې کسان هم شته چې د کانګرس پر ودانۍ ورختونکي "هېوادپال" ګڼي او وايي باید وستایل شي.
ټېلېګرام خواله رسنۍ کې چې ګڼو ښي اړخو ډلو فېسبوک او ټويټر کې د دوی پر فعالیت له بندیز وروسته ورمخه کړې ده، د کانګرس د ودانۍ بریدګر د ازادۍ د جنګیالیو او اتلانو په توګه ستایل کېږي.
د ټېلېګرام چټ سټریمونه پر دسیسو، د توطیې په تیوریو، یهود ستېزۍ او د ډونلډ ټرمپ په ملاتړ ډک دي.
خپل پردی پکې نه پېژندل کېږي - ځینې پوستونه له کرکې ډک او خورا پارونکي وي.
ډېر پکې ان پر تاریخي واقعیتونو او اوسنیو حقیقتونو سترګې پټوي او یوازې تاوتریخوالی لمسوي.
ویل کېږي په دوی کې ډېر پوستونه د ډونلډ ټرمپ د رښتینو پلویانو دي چې وايي هغه باید اوس هم د امریکا ولسمشر وي.





















