لېري کېنګ؛ د پنځوس زره مرکو ترسره کوونکی امریکایی ویاند ومړ

د خپرېدو وخت

د امریکا او نړۍ یوه تر ټولو مشهوره تلویزیوني څېره او ویاند، لېرې کېنګ، د ۸۷ کالو په عمر مړ شوی دی.‌ امریکایي رسنۍ وایي چې نوموړی روانه جنورۍ میاشت کې د کووېډ-۱۹ درملنې لپاره روغتون ته بېول شوی و.‌

ښاغلي کېنګ له ولسمشرانو، مهمو سیاستوالو او مشهورو څېرو سره د خپلو مرکو له کبله په ټوله نړۍ کې شهرت درلود.

لېرې کېنګ خپله شپېته کلنه کاري‌ موده کې څه باندې پنځوس زره مرکې ترسره کړې، او ۲۵ کاله د سي اېن اېن مشهورې شبکې د تلویزیوني خپرونې ویاند و.

ویل کېږي چې نوموړي په تېرو کلونو کې د زړه حملو په ګډون ګڼې روغتیایي ستونزې درلودې.‌

هغه په ۱۹۷۰ لسیزه کې د خپلې راډیویي خپرونې له کبله شهرت وموند.

وروسته په ۱۹۸۵ کال کې نوموړی له سي اېن اېن شبکې سره یو ځای شو او هلته یې تر ۲۰۱۰ کاله (ده لېرې کېنګ شو) په نامه خپله تلویزیوني‌ خپرونه چلوله.‌

لېرې کېنګ همدا راز د (یو اېس اې ټوډې) په نامه ورځپاڼې ته له شلو کالو راهیسې کالمونه هم لیکل.‌

د هغه یو ویاړ دا هم و چې له جېرالډ‌ فورډ راهیسې یې له هر یو امریکایي ولسمشر سره مرکه کړې وه.‌

نوموړي‌ همدا راز ډاکټر مارټن لوتر کېنګ، دالای لاما، بېل ګېټس، لېډي ګاګا، لېبرون جېمز،‌ پاریس هېلټن او مارګرېټ‌ تچر په څېر ګڼو نورو مشهورو کسانو سره هم مرکې کړې وې.‌