د امریکا د روغتیا وزیر الکس ایزار استعفا کړې ده

د عکس سرچینه، Reuters
په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو خلکو شمېر تر دوو میلیونو اوښتی، د امریکا د روغتیا وزیر الکس ایزار استعفا کړې او د خپلې استعفا لامل یې د کانګرس پر ودانۍ د ډونلډ ټرمپ د پلویانو برید ښودل شوی.
ښاغلی ایزار د ټرمپ له نژدې کسانو ګڼل کېده.
الکس ایزار په یوه لیک کې ټرمپ پر کانګرس برید "پر دیموکراسۍ برید" بللی دی.
نوموړي وړاندې لیکلي، د نومبر تر ټاکنو وروسته اخیستل شوي ګامونه او څرګندونې ښايي "د دولت د میراث پر لمن تور داغ پرېږدي".
پر کانګرس تر برید وروسته د کورني امنیت د وزیر په ګډون د امریکا ځینو چارواکو استعفاوې وکړې.
د امریکا د استازو جرګې ډونلډ ټرمپ پر کانګرس برید ته د "اړ و دوړ جوړوونکو هڅونې" د تور له کبله استیضاح کړی و.
دا د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې دوه ځله استیضاح شوی. په پام کې ده چې ښاغلی ټرمپ به سنا جرګه کې محاکمه شي.
د امریکا د روغتیا وزیر ویلي، تر چارشنبې ورځې به پر خپله څوکۍ پاتې وي.
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د روانې جنورۍ پر ۲۰مه واشنګټن کې د ولسمشر په توګه لوړه کوي. ویل شوي چې د نوموړي د لوړې مراسمو ته د دود خلاف ښاغلی ټرمپ ورنه شي.
د کورونا وېروس د مړو شمېر تر دوو میلیونو واوښت

د عکس سرچینه، EPA
په امریکا کې د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې، د تېرې سپټمبر میاشتې په وروستیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله په ټوله نړۍ کې د مړو شویو خلکو شمېر تر دوو میلیونو اوښتی دی.
د مړینې دا شمېر په همدې موده کې د ایډز، کولرا، ملریا او انفلونزا تر مړینو ډېر ښودل شوی دی.
کارپوهان پر دې اند دي چې وبا د ۲۰۱۹ کال وروستیو کې په چین کې راڅرګنده او بیا نورې نړۍ ته خپره شوه.
تر ټولو ډېره یې امریکا وځپله او د نړۍ له هر بل هېواد هلته د کورونا وېروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې او لږترلږه ۳۹۰ زره کسان یې ووژل.
په دویم کتار کې برازیل راځي، چې لږترلږه ۲۰۷ زره خلک یې ووژل.
په دې هېواد کې وروستیو کې د کورونا وېروس نور ډولونه هم راڅرګند شوي.
هند په دریم کتار کې راځي، هلته کورونا ۱۵۲ زره کسان وژلي، مکسیکو کې یې مړینې تر ۱۳۷ زرو ډېرې دي.
هند ویلي، د کورونا وېروس د واکسین تر ټولو لوی کمپاین پیلوي، چې پربنسټ به یې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون خلک واکسین شي.

د عکس سرچینه، AFP
بریتانیا په پنځم کتار کې راځي، هلته د نورو اروپايي هېوادونو پرتله د کورونا وېروس له کبله مړینه ډېره ښودل شوې او کابو ۸۷ زره کسان مړه شوي دي.
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي، د کورونا وېروس د نوي ډول مقابل کې نوي ګام اخیستو ته اړتیا ده.
نوموړی وايي، سر له دوشنبې ورځې به د سفر ټولې لارې وتړي.
دا هېواد وايي، بریتانیا ته له نورې نړۍ هر ورتلونکی مسافر باید د کوویډ-۱۹ ازموینه ولري چې پایله یې منفي وي.
اروپا کې دویم کتار کې ایټالیا راځي، چې د مړو شویو خلکو شمېر کابو ۸۰ زرو ته رسېدلی دی.
کارپوهان هیله لري چې تر یوې مودې به د کورونا وېرس د واکسین لګولو له کبله د لسګونه میلیونه وګړي ژوند ښه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images





















