تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
که خامنه اي مړ شي، څوک به یې ځایناستی شي؟
د یکشنبې ورځې د بریتانیا ډېری ورځپاڼو پر نړیوال اقتصاد، کاروبار، د منځني ختیځ او ایران پر چارو د کورونا وبا د اغېز په تړاو لیکنې کړې دي.
د بریتانیا "سنډې تیلیګراف" ورځپاڼې په منځني ختیځ کې د خپل خبریال کامبل مکډیرمیډ لیکنه خپره کړې چې وايي، که د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي مړ شي، نو څوک به یې ځایناستی وي.
لیکوال وايي: "خامنه اي اوس ۸۲ کلن کېږي، داسې ګنګوسې په ډېرېدو دي چې ګنې د هغه روغتیايي وضعیت ښه نه دی، دا بحثونه هم شته چې د هغه ځایناستی به څوک وي".
د لیکوال په وینا "له څو کلونو راهیسې د خامنه اي د ناسم روغتیايي وضعیت په اړه رپوټونه خپرېږي، په وروستي ځل د تېرې ډیسمبر میاشتې لومړیو کې د ایران د واکمن نظام مخالف خبریال محمد اهواز ادعا وکړه چې ګنې خامنه اي ناروغ دی او واک یې خپل ۵۱ کلن زوی مجتبی ته سپارلی دی".
مکډیرمیډ وايي، له ایراني مذهبي مشر سره بخت یاري کړې ده، ځکه چې له ډېرو ناروغیو روغ وتلی دی، د پروسټاټ عملیات یې وکړل او داسې نور.
دی زیاتوي، تهران هغه رپوټونه رد کړي چې ګنې خامنه اي خپل زوی ځایناستی ټاکلی دی.
لیکوال وايي: "دا مسله ښايي سږ کال وروسته تر هغه روښانه شي چې د خامنه اي ځایناستی به څوک وي، چې جو بایډن د امریکا د منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړي".
په پام کې ده چې د ایران ولسمشریزې ټاکنې هم وشي، خو محافظه کاران او بنسټپالي بیا دواړه هڅه کوي چې د راتلونکو لسیزو لپاره خپل نوی مذهبي مشر وټاکي.
د لیکوال په خبره، تېر کال بغداد کې د امریکا هوايي برید کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني تر وژل کېدا وروسته ترینګلتیا ډېره شوه.
د تېرې شنبې په ورځ ایران وویل، غواړي تر ځمکې لاندې بټیو کې د یورانیمو کچه په سلو کې ۲۰ نوره هم ډېره کړي.
که ایران دا کار وکړي، د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن به اړ شي چې د ایران د اټومي هوکړې په اړه له سره غور وکړي، چې ټرمپ لا له وړاندې له دې هوکړې وتلی و.
په ۲۰۱۹ خامنه اي د ایران د اسلامي انقلاب د ۴۰ کال پوره کېدو مراسمو کې ویلي وو، تر راتلونکو څلورو لسیزو به ایران پر یوه "متدین ځوان نسل تکیه وکړي، هغه ډله چې د ایران د اسلامي انقلاب لوړ ارزښتونه لومړیتوب ګڼي".
د لیکوال په وینا، د ایران د اساسي قانون له مخې، د یوه مشخص مذهبي مشر د نشتوالي په صورت کې به د کارپوهانو شورا راتلونکی مذهبي مشر ټاکي.
دا شورا ۸۸ مسلمان فقیهان غړي لري، چې هرو اتو کلونو کې یې مذهبي غړي بدلېږي.