تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د 'تاج او تخت لوبې' څښتن له مسمومېدو مړ شوی
د چین د شانګهای پولیس وايي دغه ښار کې د کرېسمس پر ورځ مړی شوی میلیاردر 'لېن چي' مسموم شوی و.
۳۹ کلن لېن د یووزوو (Yoozoo) په نوم د کمپيوټري لوبو جوړوونکي شرکت رییس او اجراييه مدیر و.
د تاج او تخت لوبه (Game of Thrones) د دغه شرکت له مشهورو تولیداتو ګڼل کېږي.
د شانګهای پولیسو د ښاغلي 'لېن' یو نږدې ملګری چې په اعلامیه کې یې یوازې کورنۍ نوم 'څو' یاد شوی، د دې وژنې اصلي تورن بللی دی.
یووزوو شرکت پر خپل رسمي 'ویبو' مایکروبلاګ د ښاغلي لېن پر مړینه او نوموړي سره د وروستۍ خدای پامانۍ له احساساتو ډکه اعلامیه خپره کړې ده.
دا پوست تر ۲۹۰ میلیونو ډېر پلا کتل شوی او زرګونه کسانو پرې تبصرې پرېښې دي.
د یووزوو ګڼ اوسني او پخواني کارکونکو هم د جمعې پر ورځ د دغه شرکت مخ ته د ښاغلي لېن پر مړینه د ویر لپاره راټول شوي وو.
ښاغلي لېن له شعر او خطاطۍ سره ځانګړې مینه درلوده او همدا وه چې ډېرو یې د شعر په ژبه او ښکلو لیکونو پر مړینه خپګان ښودلی دی.
لېن چي څوک و - څنګه مړ شو؟
چین کې د کمپیوټري لوبو د ګټې وټې د تود بازار دغه ځلانده ستوري په ۲۰۰۹ کال د یووزوو شرکت بنسټ کېښود او موبایل تلیفونونو ته یې د کمپیوټري لوبو د راوتلو موده کې دغه شرکت ډېر ښه مدیریت کړ.
دغه شرکت د فلمونو د تولید برخې ته هم لار کړې وه.
لېن چی د چین له بډای کسانو ګنل کېده او د شتمنۍ ارزښت یې شاوخوا ۱ اعشاره ۳ میلیارده ډالر اټکل شوی دی.
پولیس وایي دغه ځوان میلیاردر د کرېسمس پر ورځ شانګهای کې د مسمومېدو له کبله مړ شو.
د هغه یووزوو شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي ښاغلی لېن تر ناروغېدو وروسته روغتون ته ولاړ او وضعیت یې دومره ډېر د اندېښنې وړ نه و.
ځايي رسنیو بیا داسې ګونګسې او انګېرنې هم خپرې کړي چې ګواکې نوموړی د زوړ چای په وسیله - چې تخمیر شوی چیني څښاک دی - مسموم شوی دی.
رپوټونه وايي د نوموړي د مسمولو په تور نیول شوی کس ښايي د هغه د یووزوو شرکت د فلمونو د تولید د څانګې مشر 'څو یاو' وي.