میلیونونه امریکایان له ځانګړو حقوقو د بې برخې کېدو خطر سره مخامخ دي

د عکس سرچینه، Getty Images
۱۴ میلیونه امریکایان د دغه کانګرس کې د ۹۰۰ میلیارد ډالرو مالي مرستو د تولګې پر سر د سیاسي اختلاف له کبله د بېکارۍ پر مهال له ورکول کېدونکو حقوقو د بې برخې کېدو له خطر سره مخامخ دي.
د امریکا کانګرس تر دې وړاندې د کورونا وېروس د اقتصادي مرستو مصوبه او د فدرال یو ټریلیون او ۴۰۰ میلیارد ډالري بودیجه تصویب کړې وه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورسره مخالفت وښود.
ښاغلی ټرمپ په دغو مالي کڅوړو کې اصلاحات غواړې او وایي له خلکو سره دې مرسته له ۶۰۰ ډالرو ۲۰۰۰ ډالرو ته لوړه شي.
جمهوريپال د دغه ګام مخالف دي.
ډونلډ ټرمپ همداراز د بهرنیو مرستو د کمولو لټه کې هم دی، خو دا هڅه یې بیا د ډیموکراټانو له مخالفت سره مخامخ ده.
که د مالي مرستو د کڅوړې پر سر دغه سیاسي ناندرۍ دوام وکړي نو د هغو کرایه کښو لګښتونه به هم لغوه شي چې د کورونا وېروس د وبا له کبله یې د کورونو د کرایې د ورکړې توان له لاسه ورکړی دی.
د امریکا د استازو جرګې ډیموکراټه مشره نانسي پیلوسي وايي په دې اړه خبرې سر له دوشنبې بېرته پیلېږي.
استازو جرګه دا راز ښايي د ۷۴۰ میلیارده ډالرو دفاعي بودیجې پر مصوبه هم غور وکړي چې ښاغلي ټرمپ وېټو کړې وه.
ډونلډ ټرمپ لا له وړاندې خبرداری ورکړی و که دغه مصوبه د ۲۳۰ مادې په نامه د قانون له لغوه کېدو سره یوځای نه وي، وېټو به یې کړي.
۲۳۰ ماده ټولنیزو شبکو ته د هغوی د کاروونکو لخوا د خپرو شویو مطالبو له اړخه خوندیتوب ورکوي.
ښاغلي ټرمپ همداراز د هغو نظامي اډو د نوم له بدلون سره هم مخالفت کړی چې د امریکا د کورنۍ جګړه د مهال د پوځي قوماندانانو په نوم دي.
د ښاغلي ټرمپ د وېټو د لغوه کولو لپاره د امریکا د کانګرس د دواړو جرګو د استازو له دریو دوې برخې رایو ته اړتیا ده.



















