ټرمپ عراق کې د ۱۴ ملکیانو په وژنه کې ښکېل قراردادیان وبښل

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بلک واټر امنیتي شرکت هغه څلور مخکیني قراردادیان بښلي چې ۲۰۰۷ کال کې په عراق کې د ۱۴ ملکي کسانو په وژنه کې ښکېل بلل شوي وو. نیکولاس سلاټین، پاول سلو، اېون لبرټي او ډسټین هرډ د بغداد په نسور څلور لارې کې هغه مهال ډزې کړې وې، چې د امریکايي دیپلوماتاتو یو کاروان یې بدرګه کاوه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ډلې دا پرېکړه په کلکو ټکو غندلې او وایي، دا بښنه به نورو کسانو ته هم جرات ورکړي چې په راتلونکي کې ورته جرمونه ترسره کړي.

په هغه پېښه کې د یو ۹ کلن وژل شوي هلک پلار د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه سخته غندلې، او د بشري حقونو یوه ډله بیا وايي، ښاغلی ټرمپ د 'بې رحمۍ 'نوې کچې ته ټیټ شوی. سپینه ماڼۍ بیا وايي، ولس او پارلمان د دې بښنې هرکلی کړی دی.

سلاټین، سلو، هرډ او لبرټي د بلک واټر امنیتي شرکت له ۱۹ نورو شخصي قراردادیانو سره یو ځای د څلورو مرمۍ ضد امریکايي ګاډو بدرګه کولو لپاره ګومارل شوي وو، چې د ۲۰۰۷ کال د سپتمبر پر ۱۶ یې بغداد کې امریکایان لېږدول.

بغداد کې څه پېښ شوي وو؟

د امریکا عدلیې وزارت وايي، د هغې پېښې پر ورځ غرمه مهال و، چې ګڼو قراردادیانو ډزې پیل کړې او د نسور له ګڼې ګوڼې ډکه څلور لارې یې په یوه سخت امنیتي زون بدله کړه.

کله چې دوې ډزې بندې کړې، ۱۴ ملکي عراقیان مړه وو، چې ۱۰ یې نارینه، دوې ښځې او د ۹ کالو او ۱۱ کالو دوه هلکان وو. عراقي چارواکي بیا دا شمېر ۱۷ کسان بولي.

امریکايي څارنوالان وايي، سلاټین لومړنی کس و چې ډزې یې پیل کړې. قراردادیان بیا وايي، دوی هغه مهال په تېروتنه ګومان وکړ، چې برید پرې شوی دی.

له دې پېښې وروسته نړیواله غوغا رامنځته شوه، د عراق او امریکا اړیکې ترینګلې شوې او په جګړه ځپلیو سیمو کې د قراردادیانو رول په هکله بحثونه پیل شول.

تورنو کسانو ته څه سزا ورکړل شوې وه؟

۲۰۱۴ کال کې یوې امریکايۍ فدرالي محکمې سلاټین په عمري بند او درې نور قراردادیان هر یو په ۳۰ کلن بند محکوم کړل.

وروسته د امریکا استناف محکمې د سلاټین سزا شاته کړه او د دریو نورو په هکله یې وویل، چې باید په جرم کې د رول له کبله له سره سزا ورکړل شي.

سلاټین په ۲۰۱۸ کال کې بیا محکمې ته وړاندې شو، خو قضایه پلاوی پرېکړې ته و نه رسېد او د همدې کال اوږدو کې نوموړی یو ځل بیا محاکمه شو، چې پایله کې یې ۲۰۱۹ کال کې نوموړی د عمدي قتل مجرم وبلل شو او له ضمانت پرته د عمر بند سزا ورکړل شوه.

د سلو، لبرټي او هرډ سزاګانې په ترتیب سره ۱۶، ۱۵ او ۱۲ کلونو ته ټیټې شوې.

ولسمشر ټرمپ ولې دا کسان بښلي؟

د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، سلاټین، سلو، لبرټي او هرډ د امریکايي پوځیانو په حیث 'د هېواد لپاره د خدمت اوږده مخینه لري ' او د دوی بښنه د ''ولس او ټاکل شویو استازو له لوري ډېره ستایل شوې ده. ''

په اعلامیه کې دغه راز راغلي، استناف محکمې ویلي چې 'د ښاغلي سلاټین په محاکمه کې باید نور ثبوتونه وړاندې شوي وای ' او 'څارنوالانو ته دې وروستیو کې معلومه شوې، چې هغه عراقی مهم څېړونکی چې په وژل شویو کې د وسله والو پېژندلو او نورو ثبوتونو ټولولو لړ کې پرې ډېره تکیه کېده، ښايي خپله یې له وسله والو سره اړیکې درلودې. '

د ټرمپ دې پرېکړې ته غبرګونونه

د امریکا ملکي ازادۍ ټولنې د ملي امنیت پروژې مشره حنا شمسي وايي:

''د پوځ دغه قراردادیان د ۱۷ ملکي عراقیانو د وژل کېدو سبب شول. د دوی له کبله په عراق کې ورانکاري وشوه. دوی په امریکا کې د شرم او ترهې لامل شول، په نړۍ کې د رسوايي لامل شول. ولسمشر ټرمپ د عراقي قربانیانو یاد ته سپکاوی کړی او په دې عمل سره یې خپل دفتر لا نور بې حیثیته کړ. ''

محمد کناني چې نهه کلن زوی یې په نسور څلور لارې کې وژل شوی و، مډل ایسټ ای رسنۍ ته ویلي:

''موږ په امریکا کې زده کړي وو چې هېڅوک تر قانون پورته نه دي، خو اوس یو څوک شته چې تر قانون پورته دی. زه نه پوهېږم څنګه دې کار ته اجازه ورکړل شوې، زه فکر نه کوم چې امریکا پر دې اصولو ولاړه ده. ''