پر امریکا سایبري بریدونو کې ۵۰ ادارې ډېرې زیانمنې شوې

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا پر حکومتي ادارو د ستر برید کشفوونکې کمپنۍ وايي، نږدې پنځوسو شرکتونو ته ډېر تاوان رسېدلی دی.
د فایر ای کمپنۍ اجرايي مشر کوین مانډیا وايي، د ۱۸ زرو امریکايي سازمانونو برېښنايي سیستم ککړ شوی، خو پنځوسو شرکتونه تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.
هېکرانو په دې برید کې د امریکا مالیې، بهرنیو، دفاع او کورني امنیت وزارتونه هم په نښه کړي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دې برید کې روسیه پړه بولي.
د امریکا د کانګرس د دواړو جرګو د اطلاعاتي کمېټو مشران هم په دې برخه کې له مایک پمپیو سره همغاړي دي.
خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې برخه کې شک ښيي او د شنبې په ورځ یې دوو ټوېټونو کې هڅه وکړه چین په دې تړاو پړ وبولي.
کوین مانډیا له سي بي اېس تلوېزون سره مرکه کې وویل، دا برید تر ډېره هغو بریدونو ته ورته دی چې امریکایان یې د روسیې د بهرنیو استخباراتو څانګې د بریدونو په ډول پورې تړي:
"زما په اند دا هغه کسان دي چې په ۹۰ لسیزه او د ۲۰۰۰ لسیزې لومړیو کې مو هغوی ته ځواب ورکړی و. "
د هغه په خبره، له مارچ راهیسې ککړ کوډونه کمپیوټري سیستمونو ته ننوتلي دي او هېکرانو د کمپیوټري شبکو د مدیریت پوستکالي یا سافټویر ته لاسرسي سره د امریکايي ادارو کمپیوټري سیستمونو کې نفوذ کړی دی.
داسې ښکاري چې هېکران تر تخریب ډېر د اطلاعاتو پټولو فکر کې وو.
روسیه دا ټول "بې بنسټه ادعاوې" بولي، خو د امریکا استخباراتي ادارې دا کار د روسیې برید بولي.
مایک پمپیو ویلي، امریکا ډاډه ویلی شي چې روسیه دې بریدونو کې لاس لري او ویلادیمیر پوتین امریکا ته "ریښتونی خطر" دی.
د ښاغلي پمپیو وزارت کې امریکا له روسیې سره تر دوو مهمو تړونونو ووتله؛ یو اټومي او بل هم د تجسسي الوتنو تړون و.
دواړو برخو کې امریکا روسیه تورنوله چې د دې تړونونو له مادو یې سرغړونه کړې ده.
د مناسب ځواب غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د مشرانو جرګې د اطلاعاتو کمېټې مشر سناتور مارکو روبیو ټوېټ کې لیکلي، باید روسیې ته ځواب له برید سره مناسب او پام وړ وي.
د امریکا د ولسي جرګې د اطلاعاتو کمېټې مشر ادام شیف هم د یکشنبې په ورځ وویل، داسې نه ښکاري چې له روسیې پرته بل هېواد دې برید کې لاس ولري.
نوموړي پر ولسمشر ټرمپ هم نیوکه وکړه چې دې برید کې د روسیې له رول په انکار سره د امریکا ملي امنیت له خطر سره مخ کوي.
د امریکا ټاکلي ولسمشر جو بایډن ویلي، سایبري امنیت یې د کارونو لومړیتوب دی.



















