روسیه کې د امریکا دوه فعالې کونسلګرۍ بندېږي

روسیې په ۲۰۱۸ کال په سن پیټرزبورګ کې د امریکا د کونسلګرۍ د تړلو امرو کړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسیې په ۲۰۱۸ کال په سن پیټرزبورګ کې د امریکا د کونسلګرۍ د تړلو امرو کړ
د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد کانګرس ته ویلي، په روسیه کې د امریکا د دوو پاتې کونسلګریو د فعالیت ځنډولو په درشل کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا ولسمشر په دې هڅه کې دی چې د تل لپاره د روسیې په ولاديوستوک او د اورال په فدرالي برخه یکاترینبورګ کې د امریکا کونسلګري فعالیتونه بند کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ددغه هېواد قانون جوړوونکو ته ویلي، دغه وزارت په دې هڅه کې دی چې په روسیه کې د امریکا دوه کونسلګریو کارونه د تل لپاره ودروي.

ددغو دوو کونسلګریو د کار بندیز ۹ ورځې وړاندې اعلان شوی، خو دغه خبر له هغه وخت رسنیز شوی نه و.

ددغو دوو کونسلګریو ډیپلوماټان به په مسکو کې د امریکا سفارت ته ولېږدول شي او سیمه يیز کاري ځواک به یې بې روزګاره شي.

که دغه دوه کونسلګرۍ بندې شي نو په روسیه کې به د امریکا ډیپلوماټیک مرکز یوازې ددغه هېواد سفارت وي.

د روسيې او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې، خو ټاکل شوې ډېر ژر به د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن ددغه هېواد د ۴۶ ولسمشر په توګه خپل کار پیل کړي، جو بایډن ویلي د روسیې پر وړاندې به "سخت دریځ" غوره کړي.

تېره اونۍ د امریکا په یو شمېر بنسټونو د سختو سایبري بریدونو خبر ورکړل شو. ویل کېږي دغه بریدونه له روسیې سره تړاو لري.

ددغو دیپلوماتیکو مرکزونو د بندېدو خبر د درې ورځو مخکې سایبري بریدونو ته ورګرځي.

د بندېدو لامل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ددغو بندېدو لامل په ۲۰۱۷ کال د روسیې له لوري امریکا ته د دیپلوماتیک حضور له اعلان سره تړاو لري.

کله چې په ۲۰۱۸ امریکا په سیاټل کې د روسیې د کونسلګرۍ د تړلو امر وکړ، روسیې هم په همدې کال په سن پیټرزبورګ کې د امریکا د کونسلګرۍ د تړلو امر وکړ.

په ولادیوستوک کې د امریکا کونسلګري په تېره مارچ میاشت کې د کورونا وبا له کبله تړل شوې وه.

د هکرانو اصلي موخه امریکا ده

د امریکا د کورني امنیت وزارت یو له هغو بنسټونو و چې سایبري برید پرې وشو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د کورني امنیت وزارت یو له هغو بنسټونو و چې سایبري برید پرې وشو

د سایبري بریدونو وروستی قرباني هېواد امریکا دی چې ویل کېږي د هکرانو اصلي موخه هم همدغه هېواد دی.

د رپوټو له مخې، د مالیې وزارت او د امریکا کورني امنیت وزارت پر ګډون پر څو دولتي بنسټونو دغه بریدونه شوي دي.

اوس په ټوله نړۍ کې دولتي او خصوصي بنسټونه د "سولارویندز" وېروس د ناپاکو محصولاتو د غیر فعالولو په موخه په سختۍ هڅې کوي.

څېړونکي- چې د دغه هک نوم یې "سان برست" اېښی وایي، د تاریخ یو له لویو سایبري بریدونو پېژندل به کلونه وخت ونیسیي.

څيړونکي وایي د هکرانو له لوري د یو شمېر مهمو امنیتي بنسټونو هک کول د اندېښنې وړ خبره ده.