امریکا روسیې ته سان فرانسېسکو کې د قونسلګرۍ تړلو امر کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي حکومت په خپل هېواد کې د روسیې د یوې لویې ډيپلوماټیکې استازۍ د بندولو امر کړی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، په سان فرانسېسکو کې روسي کونسلګري او همداراز په نیویارک او واشنګټن کې دوه ډیپلوماتیکې ودانۍ تړي.
خو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې روسي کارکوونکي به له امریکا و نه ایستل شي او په نورو ځایونو کې په دندو ګومارل کېدای شي.
مسکو په دې وروستیو کې امریکا ته ویلي، چې تر جمعې ورځې په روسیې کې د خپلو ډيپلوماتیکو کارکوونکو شمېر ډېر راکم کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د روسي قونسلګرۍ د بندولو د امر له امله د شخړو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
واشنګټن د مسکو هغه اقدام په غبرګون کې دغه ګام پورته کړی، چې تېره میاشت یې روسیه کې د امریکایي ډیپلوماټانو شمېر کمولو لپاره له فشاره کار اخیستی و.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه اقدام یې د 'برابرۍ ' پر بنسټ کړی دی.
تر شنبې پورې به د واشنګټن او نیویارک قونسلګریو او ورسره ډیپلوماټیکو ودانیو تړلو چاره بشپړه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي که څه هم دغه ګام یې په روسیه کې د امریکايي ډیپلوماټیک ماموریت کمیت 'ناروا او زیانمنونکي ' شمېر کمولو ته غبرګون کې کړی دی، خو په وینا یې دوی غواړي دغه اوسنۍ لانجه پای ته ورسېږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي ' د روسیې له لوري د مساوات هېلې ته په کتو سره امریکا هیلمنه ده، چې دواړه هېوادونه به د غچ اخیستنې له نورو ګامونو پورته کولو ډډه وکړي او د هغو هدفونو پر لور به مخکې لاړ شي، چې د اړیکو ښه کولو لپاره د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ټاکلي دي. '
تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له نیوکو سره پر روسیې د نویو بندیزونو لپاره رایې ورکړه او تېره دسمبر میاشت کې د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما ټولټاکنو کې د هېکینګ په تور ۳۵ روسي ډيپلوماټانو ته له هېواده د وتلو امر کړی و او دوه روسي ډيپلوماټيکې ودانۍ یې تړلې وې.


















