اروپايي ټولنې له بېهوشي پرته د ژویو پر حلاله د بندیز ملاتړ وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د اروپايي ټولنې محکمې له بېهوشي پرته په اسلامي او یهودي لار د ژویو پر حلاله د بندیز لګولو لپاره د بلجیم د پرېکړې ملاتړ وکړ او د اسلامي او یهودي مذهبي ډلو اعتراض یې رد کړ.
د اروپايي ټولنې تر ټولو سترې محکمې په حکم کې راغلي، د ټولنې ټول غړي هېوادونه باید هم د مذهبونو ازادي او هم د څارویو حقونو ته درناوی وکړي.
د محکمې حکم د بلجیم شمال ته د فلاندر ځايي حکومت د قانون ملاتړ وکړ چې وايي، له بې حسه کولو پرته باید د ژویو حلاله منع شي.
د بلجیم ختیځ ته حکومت د پنجشنبې په ورځ خپله پرېکړه د مالدارۍ وزیر بن وییټس له خولې واوروله: "موږ نن تاریخ جوړوو. "
د څارویو حقونو ډلې ګیا د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې ستره ورځ او د ۲۵ کلونو هڅې نتیجه بللې ده.
دا قانون یو کال مخکې اجرا کېدو ته وړاندې شو، خو مسلمانانو او یهودیانو ترې شکایت وکړ او وايي، دا قانون د دوی د مذهبي مناسکو د اجرا په مخ کې خنډ دی.
د اروپايي خاخامانو یا یهودي عالمانو کانفرانس مشر پېنچس ګولډسچمېډت وايي، دا قانون په ټوله اروپا کې یهودي ټولنې اغېزمنوي.
"دا پرېکړه د اروپايي انستیتیوتونو تر هغو څرګندونو پورته ده چې وايي، یهودی ژوند باید ارزښتناک او ورته درناوی وشي. "
بلجیم کې د اسراییل سفیر هم دا پرېکړه په اروپا کې د یهودانو د ژوند لپاره یو ټکان بللی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د رویټرز د رپوټ له مخې دې پرېکړې سره نورو اروپايي هېوادونو ته هم د دا ډول بندیزونو پیلولو لار جوړېږي.
اسلامي یا یهودي حلاله کې تر حلالولو مخکې ژوي نه بېهوشه کېږي.
خو د اروپايي قانون له مخې ژوي باید له حلالې مخکې بېهوشه سي چې درد یا فشار سره مخ نه شي.
د اروپايي ټولنې محکمه دا هم وايي، چې دا ډول بندیز سره د مسلمانانو او یهودانو حقونه محدودېږي، خو پر حلاله بندیز نه لګېږي.
له حلالې مخکې د څارویو بېهوشه کول پر ۱۹۲۹ کال برتانیا کې دود شول او پر ۱۹۷۹ کال دا طریقه د اروپا غړو هېوادونو کې هم اجباري شوه.




















