تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا له ایران سره پر ځینو تړلو شرکتونو بندیزونه لګولي
د امریکا متحده ایالتونو د چین، متحده عربي اماراتو او ویتنام پر څلورو شرکتونو په دې تور بندیزونه لګولي چې د ایران پټروشیمي صنایعو محصولاتو پېر او پلور کې لاس لري.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي، دغه شرکتونه له ایراني تریلیانس پټروکیمیکل شرکت سره- چې مخکې پر دغه شرکت بندیز لګول شوی و- اړیکه لرله.
یاد شرکتونه د (چین) دوګهای سمندري لېږد رالېږد، د (چین) پټروچم، د (اماراتو) الفا ټې: ټرېډېنګ اف زای او د (ویتنام) د ګازو لېږ رالېږد کیمیاوي شرکتونونو په نومونو یاد شوي دي.
د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوچین د چارشنبې په ورځ (ډیمسبر ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل: "د ایران د پټروشیمي او تېلو صنعت د ایران د حکومت د بودیجې اصلي سرچینه ده چې د خپلو کورنیو او بهرنیو له شرارت ډکو پروګرامونو د ملاتړ لپاره ګټه ترې اخلي."
دی وايي: "امریکا به د هغو کسانو پرضد ګام واخلي، چې د ایران د تېلو او پټروشیمي محصولاتو د خرڅلاو لپاره له قانون سرغړونه کوي."
احتمالاً ددغو شرکتونو بانکي حسابونه او پیسې په امریکا کې کنګل کېږي او هغه کسان په دغو بندیزونو کې راځي، له خپلو کورنیو سره امریکا ته د تګ اجازه نه لري.
دا بندیزونه د ایران پروړاندې د ولسمشر ټرمپ د سیاست یوه برخه وه، چې کابو درې اونۍ وروسته یې د ولسمشرۍ دنده پای ته رسېږي.
د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي الیوت ابرامز په وروستیو کې ویلي وو، د جو بایډن اداره که څه هم له ایران سره دا تومې هوکړې (برجام) ته د امریکا د ستنېدو ژمنه کوي، په اسانۍ به ددغو بندیزونو لیرې کولو توان ونه لري، ځکه چې په دغو تحریم شویو بنسټونو یا افرادو کې یې ګڼ داسې هم شته چې د ترهګرۍ یا بشري حقونو د سرغړونو له کبله بندیزونه پرې لګول شوي دي.
په وروستیو کې امریکا د ایران پر ګڼو حقیقي او حقوقي کسانو بندیزونه لګولي. په یمن کې د ایران پر نوي سفیر حسن ایرلو او د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواکونو پر مشر بندیزونه یې وروستۍ بېلګه وه.
په ورته وخت کې یمن کې د ایران پر سفیر تر بندیز لله ګېدو سره هممهاله د ایران تر څار لاندې پر (جامعة المصطفی العالمیة) هم له دې کبله بندیز ولګول شو، چې ګنې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پوځي- استخباراتي فعالیتونو کې لاس لري.