امریکا کې لومړی ځل یو افریقایي نژاده امریکایی د دفاع وزیر کېږي

Gen Lloyd Austin. File photo

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۶۷ کلن جنرال اسټین د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې د امریکایي ځوکونو قومندان و.
د خپرېدو وخت

د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې جو بایډن غواړي د لومړي ځل لپاره یو افریقایي نژاده امریکایی جنرال د دفاع وزیر وټاکي. د ځمکنیو ځواکونو دغه متقاعد جنرال لویډ اوسټن د پنټګان له پرېښودو مخکې د امریکا د ګډو امنیتي ځوکونو د لویې درستیزوالۍ مرستیال و.

اوس که په کانګرس کې د دفاع وزارت لپاره تاییدېږي نو دا به لومړنی تورپوستی وي چې په نړۍ کې د تر ټولو ځواکمن پوځ مشر کېږي.

د امریکا ولسمشرانو ته کابینه کې پر بهرنیو چارو، عدليې او مالیې وزارتونو سربېره دفاع وزارت هم یوه خورا مهمه اداره ده.

د امریکا ټاکلي ولسمشر جو بایډن ټاکنیزو سیالیو کې ژمنه کړې وه چې سپینې ماڼۍ ته تلو سره به هغه څوکۍ تور پوستو یا مېرمنو ته ورکړي چې لا ورکړل شوې نه دي.

جو بایډن دوه ورځې وړاندې هم د داسې کابینې جوړولو خبره وکړه چې د ده په وینا د توکمیزې رنګارنګۍ له مخې د ښځو او بېلابېلو پاړکو شتون سره د اوسنۍ امریکايي ټولنې استازي وکړي.

۶۷ کلن جنرال اوسټن د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې د امریکایي ځوکونو قومندان و.

اوه کاله کېږي چې ښاغلی اوسټن له سپینې ماڼۍ وتلی، ځکه به د مشرانو او ولسي جرګې د باور رایې تر لاسولو لپاره دې جرګو ته ځي.

جنرال اوسټن څوک دی؟

Joe Biden (left) and Gen Lloyd Austin in Iraq in 2011

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جو بایډن چې په په سپینه ماڼۍ کې و او د بارک اوباما مرستیال و، نو هغه مهال لویډ اسټین ( ښی) عراق کې په کار بوخت و. دغه عکس د ۲۰۱۱ کال دی او په عراق کې اخیستل شوی

"پولیټیکو" خبري شبکې لومړی ځل وویل، چې بایډن به جنرال اوسټن د دفاع د وزیر په توګه ټاکي. دوی وايي دا خبر یې له دریو باخبره سرچینو راخیستی.

وړاندې، سي بي ایس شبکې- چې امریکا کې د بي بي سي رسنیزه ملګرې رسنۍ هم ده- د ځینو سرچینو په حواله د جنرال اوسټن ګومارل تایید کړي وو.

له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶ پورې جنرال اوسټن د امریکا د مرکزي قوماندنۍ مشر و، چې په مسئولیتونو کې یې د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا او د ځینو سوېلي اسیا هېوادونو اړوند چارې هم شاملې وې.

نوموړی له هغه وړاندې، د امریکا د پوځ د لوی درستیز مرستیال او په عراق کې د امریکايي ځواکونو وروستی عمومي قومندان پاتې شوی، او په دې کلونو کې یې له بایډن سره، چې هغه مهال د اوباما مرستیال و، له نږدې کار کړی.