له مېرمنې سره لفظي شخړې مېړه ۴۵۰ کیلومتره پلي تګ ته اړ کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه ایټالوي سړي له خپلې مېرمنې سره تر شخړې وروسته ۴۵۰ کیلومتره واټن وهلی.
پر خواله رسنیو ایټالویانو دغه سړي ته د مشهور فلم "فورسټ ګمب" لقب ورکړی، چې امریکایی ممثل ټام هنکس امریکا کې زرګونه میله مزل پکې کړی دی.
پولیسو دا سړی د ایټالیا کوموم ښار کې تر یوې اونۍ مزل وروسته نیولی دی.
چارواکو هغه ۴۰۰ یورو ناغه کړی چې ولې یې د کورونا وبا د ګرځبندیز پرمهال سرغړونه کړې ده.
"ال رسټو ډل کارلینا" ورځپاڼې لومړی ځل د دغه سړي کیسه راخیستې ده چې بیا وروسته پر خواله رسنیو لاس په لاس شوه.
"اتل"
پر خواله رسنیو تبصرو کې دا سړی اتل بلل شوی او له ده سره د پولیسو د چلن مخالفت شوی دی.
یوه کس ویلي، د جریمې پرځای باید دغه سړي ته جایزه او نوي بوټان ورکړل شي.
یوه بل سړي یې دا کار ستایلی چې وايي، د غوسې مخنیوي په خاطر د خپلې غوسې سړولو لپاره له کور وتلی دی.
دې سړي پولیسو ته ویلي: "دلته پلی راغلی یم، د لېږد له هېڅ وسیلې مې کار نه دی اخیستی"، دا یې هم ویلي چې د لارې په اوږدو کې له داسې کسانو سره مخامخ شو، چې خواړه یې ورکول.
دی وايي: "زه ښه یم، خو یوڅه ستړی شوی یم."
دغه سړي هره ورځ ۶۰ کیلومتره پلی مزل کړی.
پولیسو په یوه سړه شپه دا سړی د چټکې ساحلي لارې په اوږدو کې وموند.
تر اوسه د دغه سړي د ښځې د غبرګون په اړه څه نه دي ویل شوي.


















