جرمني کې د موټر برید کې ۴ کسان ووژل او ۱۵ ټپیان شول

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني لوېدیځ ته په ترییر ښار کې د پلیو کسانو په لار د ګاډي خېږولو سره څلور کسان ووژل شول، چې یو پکې ماشوم دی.
د ترییر ښاروال ولرام لییه دې پېښه کې د ۱۵ کسانو د ټپي کېدو خبره کوي.
پولیسو د دې ګاډي ۵۱ کلن موټروان نیولی دی.
ځايي چارواکي وايي، موټروان نشه و او داسې نه ښکاري چې دا کار یې د سیاسي موخو لپاره کړی وي.
ځايي شاهدان وايي، تورن د جګو ټېرونو موټر د پلیو لار ته تاو کړ او د ټکر پر مهال ځینې کسان هوا ته پورته شول.
د پلیو په لار تر یو کیلومتر واټن وهلو وروسته پولیسو ګاډی ودراوه.
پولیس دا مهال له تورن پلټنې کوي او د رسنیو رپوټونه وايي، داسې نه ښکاري چې کوم پلان یې درلود.
پولیسو له خلکو غوښتي چې د دې پېښې انځورونه او فلمونه خواله رسنیو کې خپاره نه کړي.
پر ۲۰۱۶ کال هم یوه اسلامي توندلاري د برلین یوه بازار کې په ګاډي سره برید وکړ او ۱۲ لاروني یې ووژل.



















