د نړۍ "تر ټولو یوازې" فیل له پاکستان نوي کور کمبوډیا ته ولېږدول شو
پاکستان کې هغه فیل چې ډېر وزن لري او د نړۍ په تر ټولو یوازې فیل مشهور دی خپل نوي کور کمبوډیا ته ولېږدل شو.
اوس کمبوډیا کې پر نورو سربېره د امریکا وتلې سندرغارې شیر هم د دې فیل هرکلی وکړ او هم یې د هغې ډلې لګښت ورکړ چې قانوني مبارزې سره یې له پاکستان دا فیل یووړ.
د کاون په نوم دې فیل ۳۵ کاله د اسلام اباد ژوبڼ کې تېر کړي خو د سمبالولو چارې یې بې معیاره وې او پر ۲۰۱۲ کال د خپلې ملګرې فیلې له مرګ وروسته سخت یوازې شو.

د عکس سرچینه، FOUR PAWS International
کمبوډیا کې دا فیل له نورو فیلانو سره هغه سیمه کې ازاد ژوند لري چې د ځنګلي ژوو د خوندیتوب لپاره ځانګړې شوې ده.
د کمبوډیا شمال ته سیم ریپ هوايي ډګر کې سندرغاړې شیر اې اېف پي اژانس ته وویل: "زه ډېره خوشاله یم او ډېر ویاړم چې دا فیل دته راوستل شو، کاون په ریښتیا زبردست ځناور دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځنګلي ژوند اړوند ادارې اېف پي ای غړی ډاکټر عامر خلیل وايي، له پاکستان تر کمبوډیا هوايي سفر کې کاون داسې و لکه له دې سفر سره اشنا وي.
د هغه په خبره، د الوت پر مهال کاون اندېښمن نه و، هم یې خوراک کاوه او هم لږ ویده شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
کمبوډیا ته د کاون رسېدو سره د دغه هېواد د چاپېریال ساتنې مرستیال وزیر نیټ پهیکترا وویل، د کاون هرکلی کوي:
"تر دې وروسته به کاون د نړۍ تر ټولو یوازې ژوی نه وي، موږ به له ځايي فیلو سره کاون یو ځای کړو چې نسل یې ډېر شي، دې سره به د کاون جینونه خوندي شي."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
ځنګل ته د تلو درشل کې ځینې بودايي مذهبي مشرانو کاون ته کیلې او هندواڼې ور کړې او هم یې د ده د صحت او خوندیتوب لپاره منتر ووایه او د دوی د مذهب سپېڅلې اوبه یې پرې واچولې.

د عکس سرچینه، Getty Images



















