د روسيې لخوا د جاپان سمندر کې امریکايي بېړۍ ته د "برید" ګواښ شوی

جان مککېن

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

روسیه ادعا کوي چې یوې جنګي بېړۍ یې د سې شنبې پر ورځ د جاپان سمندر کې تر هغې وروسته د امریکا جنګي بېړۍ تعقیب او په شا وتمبوله چې د دوی سمندري حدودو ته ننوته.

مسکو تور پورې کوي چې د امریکا "یو اېس ېس جان اېس مککېن" بېړۍ د ستر پيتر خلیج کې د دوی له سمندري پولې اوښتې او ۲ کیلومتره مخ ته ورغلې وه چې د روسیې جنګي بېړۍ د برید ګواښ ورته وکړ.

روسیه وايي دا امریکايي بېړۍ تر دغه خبرداري وروسته له سیمې ووته.

خو د امریکا سمندري ځواکونه د هر ډول ناسم ګام له پورته کولو انکار کوي او ویلي یې دي چې بېړۍ یې نه ده "ایستل" شوې.

دا پېښه د سې شنبې پر ورځ د جاپان سمندر کې شوې چې په ختیځ سمندر هم پېژندل کېږي او د جاپان، روسیې او کوریاګانو ترمنځ غځیدلی.

د روسیې د دفاع وزارت په وینا ارام سمندر کې د دوی د بحري ځواکونو جنګي بېړۍ اډمېرل وینوګرادوف د یوه نړیوال چینل په کارولو سره دې امریکایۍ بېړۍ ته "له سمندري حدودو د تیري کوونکي د شړلو لپاره د ټکر د امکان" خبرداری ورکړ.

خو د امریکا د سمندري ځواکونو د اوومې بحري قطعې ویاند بریدمن جو کیلي وايي "د دغه ماموریت په اړه د فدراتیفې روسیې بیان غلط دی. 'یو اېس اېس جان اېس مککېن' د کوم هېواد له حدودو نه ده 'ایستل' شوې".

هغه زیاته کړې چې امریکا به هېڅکله د روسیې په څېر "نامشروع سمندري ادعاو" ته تسلیم نه شي او نه به یې تر فشار لاندې منلو ته غاړه کېږدي.

سمندر کې دا ډول پېښې کمې رامنځ ته کېږي - تېر کال د روسیې اډمیرل وینوګرادوف جنګي بېړۍ په یوه ورته پېښه کې د چین سویلي سمندر کې د امریکا له یوې کروز جنګي بېړۍ سره ټکر ته نږدې شوې وه.

روسیې او امریکا د هغې پېښې ملامتیا هم په یو بل اچوله.

د ویډیو تشریح، د امريکا جنګي بېړۍ جاپان کې ټکر شوې

دغه دوه هیوادونه په بیا بیا مقابل لوری په هوا او سمندر کې د خطرناکو پوځي مانورونو په ترسره کولو تورنوي.

په ۱۹۸۸ کال د پخواني شوروي اتحاد سترې جنګي بېړۍ "بیزاویټني" په توره بحیره کې د امریکا له یوې کروز بېړۍ "یارک ټاون" سره ټکر کړی او هغه یې له خپل سمندري پولې په تېري تورنه کړې وه.

د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکې سړې دي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا تر اوسه د امریکا په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې بریالي اعلان شوي جوبایډن ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي نه ده ویلي.

دواړو هېوادونو ته د اټومي وسلو د کنټرول لپاره په خپلو کې د یوازني پاتې تړون وروستي کول هم ورترغاړې دی چې په راتلونکې فبرورۍ کې پای ته رسیږي.

د امریکا یو اېس اېس جان اېس مککېن جنګي بېړۍ په ۲۰۱۷ کال سینګاپور ته نږدې د تیلو له یوه لېږدونکي سمندري ټانکر سره ټکر کړی وو چې د امریکا لس سمندري سرتیري پکې وژل شوي وو.