تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۵۰ میلیونو واوښت
بېلابېلو هېوادونو کې د کورونا د ګڼو نویو پېښو ثبتېدو سره ګرده نړۍ کې تر دې دمه د دغه ویروس د تشخیص شوېو پېښو شمېر پر ۵۰ میلیونونو واوښت.
د جان هاپکېنز پوهنتون د رپوټ له مخې په کووېډ ۱۹ ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر هم پر یو میلیون او ۲۵۰ زره اوښتی دی.
اټکل کېږي چې نړۍ کې به د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر دې لوړ وي ځکه ډېر هېوادونه کافي اندازه ټېسټونه نه ترسره کوي.
رویټرز خبري اژانس وايي د کورونا د ټولو ثبت شویو پېښو په هرو څلورو کې یوه - په دویمه څپه کې خلکو ته رسېدلې ده.
اروپا له دولس نیم میلیونه مثبتو پېښو او ۳۰۵ زره ۷۰۰ مړینو سره اوس یو ځل بیا د کورونا وبا د خپرېدو مرکز ګڼل کیږي.
د امریکا متحدو ایالتونو کې تر لس میلیونو لږ څه کم کسان په کورونا اخته شوي دي. دغه هېواد له تېرو درېو ورځو په پرله پسې ډول هره ورځ تر ۱۲۵ زره ډیرې نوې پېښې ثبتوي.
شمالي او سویلي ډاکوټا ایالتونه یې د مړینې لوړې سړي سر پېښې لري.
جو بایډن چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی بلل شوی، د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د جدي ګامونو ژمنه کړې ده.
ویل کېږي ډونلډ ټرمپ داسې ښودله چې د کورونا وبا خپرېدل ډېر اهمیت نه لري او د ماسک او ټولنیز واټن په ګډون یې عمومي روغتیايي سپارښتنې هم له پامه غورځولي دي.
بایډن ژمنه کړې چې د څېړونکو یوه ډله به د کورونا خلاف مبارزه کې ښکیله کړي، ټېسټونه به ډېر شي او له ټولو امریکایانو به وغواړي چې له کورونو بهر عامه ځایونو کې ماسکونه وتړي.
د امریکا د درملو او خوراکي توکو ادارې پخواني کمېشنر ډاکتر سکاټ ګوتلیب ویلي احتمال شته چې دغه وبا به واک ته د جوبایډن د رسېدو پر مهال اوج کې وي.
هغه امریکايي رسنیو ته ویلي ښايي د کورونا نوې پېښې د راتلونکې جنورۍ له وروستېو بېرته کمې شي.
اروپا کې فرانسې د یکشنبې پر ورځ تر ۳۸ زرو ډېرې نوې پېښې ثبت کړې خو د شنبې ورځې د ۸۷ زره پېښو پرتله د پام وړ کمې دي.
فرانسې د کورونا وبا له کبله د ۲۷۱ کسانو مړینه هم ثبت کړې چې دغه هېواد کې تر دې دمه په کووېډ ۱۹ ناروغۍ د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ورسره ۴۰ زره ۴۳۹ ته ورسېد.
فرانسه کې د کورونا د دویمې څپې له کبله پر ګرځېدو د محدویت له لګېدو تر یوې اوونۍ ډېرې ورځې اوړي.
برېتانیا چې د اروپا په کچه یې د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې پېښې او مړینې ثبت کړي، له ۲۰ زره د ډېرو نوېو پېښو او د ۱۵۶ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.
بریتانیا کې تر دې دمه ټولټال ۴۹ زره ۴۴ کسان په کووېډ ۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.