پاکستان محکمې د چرسو ساتلو او څکولو د اجازې غوښتنه رد کړه

چرس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اي بي سي ډي چېړنه کې ویل شوي، هرکال د پاکستان کراچۍ ښار کې تر ۴۲ ټنو پورې چرس څکول کېږي.
    • Author, ریاض سهیل
    • دنده, بي بي سي کراچۍ
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان سند ایالت عالي محکمې تر لسو ګرامو پورې د چرسو ساتلو او کارولو په هکله عریضه رد کړې او عارض سړی یې رټلی دی.

یوه قاضې په ځواب کې هغه مدافع وکیل ته چې دغه عریضه یې وړاندې کړې وه، وویل:

''ایا ته غواړې، چې ټول خلک د چرسو څکول پیل کړي؟ ''

د جمعې پر ورځ مدافع وکیل غلام اصغر سایي محکمې ته عریضه کې ویلي و، چې تر لسو ګرامو پورې د چرسو ساتلو او کاروولو قانوني اجازه باید ورکړل شي.

د قاضیانو پوښتنې ته په ځواب کې ښاغلي سايي وویل، چې غریب سړی دی، خو د ټولګټو لپاره یې دا عریضه کړې ده.

نوموړي دغه راز محکمې ته وویل، چې ډېر شریف خلک چرس کارووي او له همدې کبله یې پولیسو ځوروي.

نوموړي د البانیا او ارجنټاین په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو بېلګه یاده کړه، چې په وینا یې هلته د یو معلوم مقدار چرسو ساتلو او څکولو قانوني اجازه ورکړل شوې ده.

قاضیان د نوموړي دلیل غوسه کړل او ورته یې وویل:

''که ته غواړې چرس وڅکوې، هغو هېوادونو ته لاړ شته، دلته یې اجازه نه شته. ''

محکمې له نوموړي وپوښتل چې دغه ډول عریضې ولې باید محکمې ته وړاندې شي؟

مدعي محکمې ته وویل، چې که د چرسو استعمال قانوني اجازه ورکړل شي، د هېواد عاید به هم ورسره ډېر شي.

په ځواب کې قاضي محمد علي مظهر وویل:

''داسې عاید د هېواد په کار نه دی، د عاید زیاتولو نورې روا لارې، چارې هم شته ''

له دې څرګندونو وروسته محکمې عریضه رد کړه.

عارض وکیل له دې وروسته خبریالانو سره مرکه کې ادعا وکړه، چې د چرسو په مرسته د ناروغیو درملنه هم کېږي.

چرس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په پاکستان کې له پخوا راهیسې یو شمېر کسان د چرسو په نشه روږدي دي.

اصغر سايي بي بي سي ته وویل، محکمې ته یې د عمران خان حکومت هغه پرېکړه هم د دلیل په توګه وریاده کړه، چې د بنګو ساینسي استعمال اجازه یې ورکړې او په محدوده کچه یې د بنګو بوټي کرلو اجازه هم ورکړې.

د نوموړي په وینا چرس هم د بنګو یو ډول دی.

ښاغلي سايي ادعا وکړه، چې درې میاشتې یې دې لړ کې څېړنه کړې وه، خو په وینا یې قاضیانو یې له سره خبره نه اوریده:

''قاضي صاحب ویل، د دې عریضې له کبله به دې ۱۰۰ زره روپۍ جریمه کړم، ما ویل، بیوزلی سړی یم، جریمه نه شم پرې کولای، د اعدام سزا راکړئ، نور مې څه ورته ویلای شوای؟ ''

د یادونې ده چې روانه میاشت جرمن شرکت اي، بي سي ډي یوه څېړنه کې وویل چې د چرسو ډېر استعمال له کبله د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ په نړۍ کې دویم ځای خپل کړی دی.

په دې نوملړ کې لومړی ځای د امریکا نیویارک ښار لري.