تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
والمارت امریکا کې د "مدني نارامۍ" له ویرې وسلې او مهمات د خلکو له سترګو پنا کړل
والمارت امریکا کې د "مدني ناارامۍ" د اندېښنې له کبله له خپلو زرګونو پلورنځېو وسلې او مهمات ګوښې ته کړې دي خو د وسلو او مرمیو د پېرلو لپاره د پېرېدونکو سپارښتنې لا هم مني.
والمارت نه دي ویلي چې پلورنځي به یې د څومره مودې لپاره وسلې او مهمات له عام لیده څنډې ته ساتي.
دغه شرکت متحده ایالتونو کې ۴۷۰۰ پلورنځي لري او تر نیمو ډېرو کې یې وسلې پلورل کېږي.
والمارت دا ګام تر هغه وروسته اخیستی چې فېلاډېلفیا ښار کې د پولیسو په ډزو د یوه کس تر وژل کېدو وروسته لاریونونو کې ځینې هټۍ او پلورنځي ولوټل شول.
د پولیسو لخوا د وژل شوي تورپوستي امریکايي والټر والېس جونیر کورنۍ وايي هغه د وژل کېدو په ورځو کې له رواني ستونزو کړېده.
خو پولیسو ويلي په نوموړي یې ځکه ډزې وکړې چې چاړه ورسره وه او د غورځولو لپاره یې د دوی پرله پسې امرونه ونه منل.
والمارت په تیر جون کې هم د پولیسو لخوا د جورج فلوېډ په نوم د یوه تورپوستي امریکايي تر وژل کېدو وروسته په اعتراضونو کې هټېو ته د زیانونو د اوښتو له کبله له خپلو پلورنځېو وسلې او مهمات ګوښې ته کړي وو.
والمارت د ډزو تر پېښو وروسته د وسلو د پلور پالیسي بدله کړې ده
د دغه ستر توک پلورونکي (پرچون پلورونکي) شرکت ویاند کوري لنډبېرګ د پنجشنبې پر ورځ په ېوه اعلامیه کې ویلي:
"موږ د مدني ناارامیو د ځېنو پاشلو پېښو شاهدان یو - د همدې لپاره مو د تېر کال د بېلابېلو وختونو په څېر په احتیاطي ډول د خپلو همکارانو او پېرېدونکو د خوندیتوب لپاره له پلورنځېو وسلې او مرمۍ څنډې ته کړې دي."
والمارت تېر کال د ځینو سپکو لاسي وسلو د مرمیو له پلور لاس واخیست.
دا ګام تر هغه وروسته پورته شو چې په ټکزاس کې یې پر یوه پلورنځي په وسله وال برید کې ۲۲ کسان ووژل شول.
والمارت د سپکو وسلو پلور په ۲۰۱۵ کال کې درولی دی.