تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې اول ځل مترو لیکه لاهور کې پرانیستل شوه
پاکستان کې اول ځل د مترو لیکه د پنجاب په اقتصادي مرکز لاهور کې پرانیستل شوه.
دا لیکه- چې نارنجي لیکه نومېږي- ۲۷ کیلومتره اوږده ده او له شلو ډېر تمځي لري.
چارواکي هیله من دي چې دې سره به لاهور ښار کې سفر د سخت ترافیک له امله چې کله تر دوه نیمو ګړیو رسېده اوس ۴۵ دقیقو ته ټیټ شي.
پاکستاني چارواکي وايي، د مترو پوره چلښت سره به له دې لارې د ورځې تر دوه نیم لکو مساپر ولېږدول شي.
د پنجاب سروزیر یا اعلی وزیر عثمان بزدار د یکشنبې په ورځ د دې لیکې پرانیستغونډې ته وویل: دا پروژه لاهور کې خلکو ته د نړۍ په کچه اسانتیاوې برابروي.
په دې پروژه درې سوه میلیارد روپۍ یا ۱،۸ میلیارد ډالر لګښت راغلی او له کلونو ځنډ او سیاسي جنجال وروسته یې د دوشنبې په ورځ د سپرلۍ هرکلی وکړ.
دا پروژه د چین په ملاتړ بشپړه شوې او په دې وروستیو کلونو کې له پاکستان سره د بېجینګ د شویو مرستو په هکله پوښتنې زیاتې شوې دي.
چین د یوه کمربند او یوه لار پروژې د برخې په توګه پاکستان کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده او دې سترو بېخ بنسټو پروژو سره غواړي د اسیا، افریقا او اروپا اقتصادونه سره ونښلوي.
د مترو پروژه باندې هم مظاهرې وشوې او ځینې خلک اندېښمن دي چې د لاهور تر ټولو مشهورې تاریخي سیمې په تېره نړیوال کلتوري میراث شالېمار باغ به زیانمن کړي.
ټاکلې ده تر شپږ سوو ډېرې ونې د دې مترو په لار کې ولګول شي.
د مترو پرانیستغونډه کې د چین لوی کونسل لانګ دینګبین دا پروژه د پاکستان- چین ملګرتیا کې نوی پړاو وباله.
د چین حکومتي رسنۍ شین هوا نارنجي لیکه د سوېلي اسیا د دغه هېواد(پاکستان) عامه ټرانسپورټ برخه کې د نوي پړاو پیل بولي.