پاکستان به د شمالي کوریا او ایران په څېر تور نوملړ ته لاړ شي؟

د خپرېدو وخت

پاکستان وروستیو اونیو کې د اېف اې ټې اېف مالي ډلې له خړ نوملړ د وتلو لپاره خپله دفاع یتاروي.

دا نړیواله ډله د پیسو سپینولو او ترهګرۍ مالي تمویل په ضد فعالیت کوي.

د ۲۰۱۸ کال جون کې دې ډلې پاکستان خپل خړ نوملړ ته واچاوه او د ۲۰۱۹ کال تر اکتوبر وروسته یې څلور میاشتې دغه هېواد ته چانس ور کړ چې د پیسو سپینولو او ترهګرۍ مالي ملاتړ خوندیتوب مقابل کې د قوانینو تصویب او څار وښيي.

دې ډلې د ۲۰۲۰ فرورۍ کې له ۲۷ څخه په ۱۴ برخو کې د مهم سمون له امله د پاکستان ستایلو سره وویل چې ځینې برخو کې د پرمختګ له امله به لا هم خړ نوملړ کې پاتې وي.

د پاتې ۱۳ برخو په هکله د پاکستان ګامونه د اېف اې ټي اېف چارواکو په غونډه کې د سپټمبر له ۱۴ تر ۲۱ ارزول کېږي.

بیا د دې ډلې د غړو د اکتوبر میاشتې غونډه کې د پاکستان په هکله پرېکړه کېږي چې خړ نوملړ کې پاتې شي، سپین ته ووځي او که د ایران او شمالي کوریا په څېر تور نوملړ ته واچول شي.

قانون جوړول

د پاکستان حکومت وايي، د سپټمبر غونډې ته د پیسو سپینولو او ترهګرۍ مالي ملاتړ خوندیتوب سره د مقابلې لپاره د اوسنیو قوانینو د سمون اته پلانونه یا طرحې وړي او نوي قوانین به هم تصویب کړي.

دا چې په پارلمان کې اکثریت نه لري، نو پرېکړه یې وکړه چې د واکمن او مخالفو ګوندونو د ۲۴ قانون جوړوونکو ګډ کمېسون جوړ کړي چې پر دې طرحو یوې هوکړې ته ورسېږي.

پارلمان کې هم له اتو طرحو پر شپږ هوکړه شوې، خو ویل کېږي چې دا بې سارې هوکړه د پوځ له خوا د وکیلانو په هڅولو سره شوې ده.

نیول او غندل

اېف اې ټي اېف په ښکاره له پاکستان غوښتي چې بې قانونه ډلې او دوسیه لرونکي کسان په محکمه کې محکوم او شتمنۍ یې کنګل شي.

حکومت هم تېره میاشت او د اېف اې ټي اېف له غونډې مخکې د ځینې مهمو دوسیو حکمونه اعلان کړل.

اګسټ میاشت کې پاکستان د داعش، القاعده او پاکستان طالبانو غورځنګ په ګډون د مختلفو توندلارو ډلو پر ۸۸ کسانو بندیز ولګاوه.

د اېف اې ټي اېف د فرورۍ میاشتې له جلسې مخکې پاکستان د لښکر طیبه ډلې بنسټګر حافظ سعید په محکمه کې محکوم کړ او تر اګسټ وروستیو پورې دغه بهیر روان و او د هغه درې نږدې ملګري یې هم د ترهګرۍ مالي ملاتړ په تور محکوم کړل.

خو پاکستان په ځلونو د مصلحت له مخې د حافظ سعید په ګډون دا ډول کسان نیولي او بیا یې خوشي کړي دي.

اوس به کتل کېږي چې اېف اې ټې اېف د پاکستان دا هڅې څومره ريښتونې بولي.

سیاست

پاکستان یوازې د اېف اې ټې اېف له غوښتنو سره په همکارۍ بسنه نه ده کړې بلکې د خپلو موخو د پرمختګ لپاره یې په ډیپلوماټیکو اړیکو پورې هم هیله تړلې ده.

د ترکیې، مالیزیا او چین ملاتړ تېرو پړاوونو کې سبب شو چې دا هېواد تور نوملړ ته لاړ نه شي.

اوس چین پر پاکستان فشار اچوي چې له توندلارو ډلو سره سخت چلن وکړي او د اېف اې ټې اېف غوښتنې ومني.

د هندي رسنیو د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چین ته وروستي سفر کې هڅه کوله چې د اېف اې ټي اېف د اکتوبر میاشتې غونډه کې د بېجینګ ملاتړ خپل کړي.

پاکستان دا هیله هم لري چې د افغان سولې بهیر کې د اسانچاري رول لوبولو سره د امریکا پر نظر مثبت اغېز واچوي.

ویل کېږي پر ۲۰۱۸ کال د پاکستان نوم خړ نوملړ ته په دې واچول شو چې امریکا سعودي راضي کړ چې د پاکستان په ګټه رایه ور نه کړي.

پاکستان له هغه وروسته د سولې خبرو کې د طالبانو د ګډون لپاره پر دې ډله ډېر فشار اچولی او دا داسې خبرې دي چې د امریکا ولسمشر یې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د اېستلو لپاره ډېرې مهمې بولي.

پاکستان اګسټ میاشت کې پر افغان طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونه هم ولګول، چې له اېف اې ټې اېف سره هیڅ تړاو نه لري.

تېره میاشت د طالبانو د قطر دفتر ځینې مشران هم اسلام اباد ته وبلل شول چې د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلولو لپاره فشار پرې واچول شي.

اوس افغان حکومت او طالبان وايي، دا خبرې راتلونکې شنبه پیلېږي.

ننګونې

خو د پاکستان په لار کې مختلف خنډونه هم شته، په تېره د هند دا شکایتونه چې اسلام اباد په دغه هېواد کې د وسلوالو ډلو ملاتړ کوي.

د اګسټ میاشتې وروستیو کې د هند ملي څېړنو ادارې خپل رپوټ کې د ۱۹ مختلفو کسانو یادونه وکړه چې پکې پاکستان کې د جیش المحمد ډلې قومندان مسعود اظهر هم دی.

ویل کېږي نوموړی د هندي کشمیر پلوامه کې د ۲۰۱۹ کال برید کې لاس لري چې له امله یې تر ۴۰ هندي پوځیان ووژل شول.

رسنۍ څه وايي؟

پاکستانۍ رسنۍ هم د اېف اې ټي اېف پرېکړې او د دې ډلې غوښتنو پوره کولو لپاره د پاکستان هڅې له نږدې څاري.

د حکومت د هڅو په هکله مختلف نظرونه دي.

لیبرالې انګریزي ورځپانې پاکستان ټو ډې د اګسټ پر لومړۍ نېټه یوه مقاله کې لیکلي:

"که پاکستان اېف اې ټي اېف ته د معقولو څرګندونو وړاندې کولو سره له تور نوملړ ځان لرې وساتي، نو باید د پیسو سپینولو او ترهګرۍ مالي ملاتړ خوندي کولو هغې مبارزې ته دوام ورکړي چې تر اوسه یې د مجبوریت له امله کړې ده."

د امنیتي چارو کارپوه امیر رعنا هم دونیا له کامران خان سره تلوېزوني پروګرام کې دعوه وکړه چې د پاتې ۱۳ برخو په هکله د پاکستان څرګندونې نسبتا رضایت بښونکې دي او اټکل یې وکړ چې له خړ نوملړ به د دې هېواد نوم لرې شي.

خو د رسنیو دا پوښښ د حکومت او د هغه د مخالفانو پر بحث چورلي.

اپوزیسیون ګوندونو بیا بیا حکومت د کسیز۲۴ کمېسون پرېکړو ته په بې غورۍ تورن کړی دی او حکومت هم پر دوی تور پورې کوي چې د اېف اې ټي اېف له طرحو ملاتړ یې د ځواب ویلو په ډېروالي پورې مشروط کړی دی.

خو مخالف ګوندونه دعوه کوي چې حکومت د اېف اې ټي اېف اړوند قوانینو پلمه کولو سره استبدادي واک غواړي.

دا بحث رسنیو کې هم شته. لیبراله انګریزي ورځپاڼه ډان لیکي: "د د اېف اې ټي اېف اړوند مصوبو په نوم حکومت د اقتصادي ترهګرۍ د طرحې تصویب لپاره نااخلاقه هڅې ډېرې اندېښمنوونکې دي."

د دې ورځپاڼې په باور: "د دې طرحې تصویب سره د امنیتي غړو نه جوړو کمېټو تر ۱۸۰ ورځو د هر وګړي د نیولو غوښتنه کولی شوه، خو له نیکه مرغه مخالف ګوندونه یې د تصویب خنډ شول."

خو ملتپالې ورځپاڼې نوای وقت له اپوزیسیون ګوندونو غوښتي چې مصلحت ته مخه کړي:

"پاکستان ځکه دې طرحې ته اړتیا لري چې اېف اې ټي اېف ترې دا ډول طرحه غوښتنې ده."

خو دا دلیل په دې عجیبه دی چې پاکستان څه مهال مخکې د خپلو چارو رپوټ اېف اې ټي اېف ته سپارلی دی.