اسپانیا کې په کورونا وېروس اخته کسان تر یو میلیون واوښتل

د عکس سرچینه، Reuters
په لوېدیځه اروپا کې د لومړي ځل لپاره اسپانیا کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون اوښتی دی.
دغه هېواد د چارشنبې په ورځ وویل، په کورونا وېروس ۱۶ زره او ۹۷۳ نوي کسان اخته شوي او ۱۶۵ نور مړه شوي دي.
د روان کال د جنورۍ له ۳۱مې، تر اوسه په اسپانیا کې ټول ټال یو میلیون او ۵۲۹۵ کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي.
اسپانیا تر امریکا، هند، برازیل، روسیې او ارجنټاین وروسته د نړۍ شپږم هېواد دی چې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر یې تر یو میلیون اوړي.
په وروستیو میاشتو کې اروپا کې یوځل بیا د کورونا وبا په چټکۍ روانه وه.
د اسپانیا وضعیت
اسپاینا د کورونا وېروس د وبا په لومړۍ میاشت کې ډېره اغېزمنه شوې وه، چې د مهارولو لپاره یې ډېر زیات محدودیتونه ولګول او له کورونو یې د ماشومانو پر وتلو بندیز ولګاوه.
تر تېرې اګسټ میاشتې پورې اسپانیا کې هره ورځ لس زره کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته کېدل.
په دې هېواد کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله یوازې د ۳۴۳۶۶ کسانو مړینه تایید شوې ده.
نوره اروپا کې وضعیت

د عکس سرچینه، Reuters
- د تېرې چارشنبې له شپې راهیسې، ایرلنډ تر ټولو سخت محدودیتونه لګولي دي.
- ایټالیا کې تازه په کورونا وېروس د ۱۵۱۹۹ کسانو د اخته کېدو رپوټ ورکړل شوی، چې دا د کورونا وېروس له پیل راهیسې تر ټولو لوړه ورځنۍ شمېره ده.
- د جرمني د روغتیا وزیر ینس سپان په کورونا وېروس اخته شوی او ځان یې قرنطین کړی دی.
- په برتانیا کې جنوبي یورکشر له شنبې ورځې راهیسې ډېر بندیزونه لګولي.






















