ټرمپ: زه روغ شوی یم او ټاکنیزو سیالیو ته چمتو یم

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پر کورونا اخته کېدو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې ډونلډ ټرمپ د سپينې ماڼۍ له برانډې په مخامخ انګړ کې ورټولو شویو پلویانو ته وینا کوي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ټرمپ پر کورونا اخته کېدو نه وروسته لومړی ځل خپلو پلویانو ته وینا وکړه او ويې ویل چې د ټاکنیزو سیالیو لپاره سفرونو او هلو ځلو ته چمتو شوی دی.

دی د کووېډ ـ۱۹ له کبله په روغتون کې تر درې ورځې بستر کېدو وروسته تېره دوشنبې کور ته رخصت کړای شو او له هغه راهیسې دا لومړی ځل دی چې د سپينې ماڼۍ له برانډې په مخامخ انګړ کې ورټولو شویو پلویانو ته وینا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې سپينې ماڼۍ تر اوسه د هغه د ناروغۍ د تازه ازموینې پایله لا نه ده په ډاګه کړې.

خو د ډونلډ ټرمپ ځانګړي ډاکټر د شنبې په ماخوستن وویل، ښاغلی ټرمپ اوس له هغه حالته "وتلی دی" چې نورو ته خپله ناروغي ورولېږدوي. ډاکټر کانلي همدا راز ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ بېرته خپلو کارونو ته ورګرځېدلی شي.

ښاغلي ټرمپ پرون شنبې (تله ۱۹/ ۱۰ اکتوبر) د سپينې ماڼۍ له برانډې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې اوس د کورونا اړوند هېڅ کوم درمل نه خوري او "ډېر ښه دی".

که څه هم دا یوه سوله ییزه غونډه بلل شوې خو ځينې نيوکه کوونکي دا د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیزو سیالیو راټولېدنې ته ورته بولي.

د ډونلډ ټرمپ د کورونا د وروستۍ ازموینې پایله لا نه ده په ډاګه شوې:

که څه هم د ښاغلي ټرمپ پلویانو ماسکونه اچولي خو خپل منځي واټن يې نه دی ساتلی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، که څه هم د ښاغلي ټرمپ پلویانو ماسکونه اچولي خو خپل منځي واټن يې نه دی ساتلی.

ډونلډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې د خپلې ناروغۍ د وروستۍ ازموینې په اړه څه ونه ویل چې پایله يې څه وه خو منتقدانو يې ویلي چې که نتیجه يې منفي وای نو ولسمشر به يې په اړه وختي ټوېټ کړی و.

د ده ډيموکرات سیال جوبایډن پخپل زېږدځي پنسلوانیا کې په یوه ټاکنیزه غونډه کې هغو شاوخوا ۲۱۰ زره کورنیو ته وینا وکړه او خواخوږي يې ورسره څرګنده کړه چې د کوېډـ۱۹ له کبله یې خپل خپلوان مړه شوي دي.

ده پر ډونلډ ټرمپ تور پورې کړ چې ګواکې د خپلې او د نورو روغتیا په اړه "بې پروايي" کوي.

په همدې حال کې د اې.بي.سي رسنیزې ادارې او د ايپسوس په نوم د یوې موسسې د نظرپوښتنې په پایله کې په ډاګه شوې چې د کورونا د مهارولو په برخه کې یوازې ۳۵ سلنه امریکایان د ډونلډ ټرمپ د هلو ځلو پلوي کوي.

د ډونلډ ټرمپ او جوبایډن وروستۍ مناظره:

د جوبایډن او ډونلډ ټرمپ تر منځ لومړنۍ مناظره ۹۰ دقیقې وه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جوبایډن او ډونلډ ټرمپ تر منځ لومړنۍ مناظره ۹۰ دقیقې وه

ټاکل شوې وه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو دواړه نوماندان ډونلډ ټرمپ او جوبایډن د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۵ نېټه په فلوريډا کې په دویمه تلویزوني مناظره کې ګډون وکړي خو د مناظرو تنظيموونکي کمیسون پر کورونا د ښاغلي ټرمپ تر اخته کېدو وروسته وویل چې دا مناظره به په مجازي ډول ترسره شي.

ښاغلي ټرمپ د کمیسون دا پرېکړه ونه منله او هغه مناظره لغو شوه.

په پام کې ده د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د دغو دواړو مخکښو نوماندانو تر منځ د همدې اکتوبر میاشتې پر ۲۲ نېټه، یاني تر ټاکنو یوازې لس ورځې مخکې په تنسي ایالت کې ترسره شي.

طالبان او ټرمپ

امریکایي تلوېزیون سي بي اېس ویلي، د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورته ویلي چې دوی هیله لري ډونلډ ټرمپ راتلونکې ولسمشریزي ټاکنې وګټي او په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته ورسوي.

د طالبانو یو بل لوړ پوړي غړي له همدې شبکې سره مرکه کې ویلي کله چې پر کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د ټرمپ له اخته کېدو دوی خبر شول نو د هغه د روغتیا په اړه ورته اندېښنه پیدا شوه خو دده په وینا ښکاري داسې چې دی اوس په ښه کېدو دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

خو ټرمپ ټاکنیز کمپاین یوه بیان کې د طالبانو دا څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې طالبان باید پوه شي چې ولسمشر ټرمپ به له اړتیا سره سم د هرې وسیلې په کارولو د امریکا د ګټو ساتنه کوي.

خو ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر د سي بي ایس د دغه خبر په غبرګون کې لیکلي: "سي بي اس (CBS) امریکايي رسنۍ زما خبرې ناسمې تعبیر کړی او نشر کړي دي، هغه څه چې هغوی نشر کړي هغسې کومه خبره نده ورته شوې."