ټرمپ په کورونا اخته کېدل "الهي رحمت" وبلل

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوه ویډیويي پیغام کې- چې ټوېټر کې یې خپور کړی- په کورونا خپل اخته کېدل "الهي رحمت" بولي.
ښاغلی ټرمپ دغه ویډیويي پیغام کې-چې له ولسمشرۍ دفتر بهر ریکارډ شوی- وايي، غواړي ټولو امریکایانو ته هغه درمل ورسېږي چې ده ته ورکړل شوي دي.
هغه دا ژمنه هم وکړه چې دا درمل به وړیا امریکانانو ته ورکړل شي.
ولسمشر ټرمپ له تېرې جمعې راهیسې په کورونا اخته شوی او درې ورځې روغتون کې تر تېرولو وروسته کار ته ستون شوی دی.
له بلې خوا د نوموړي ډاکتر وايي، ولسمشر له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د کوویډ - ۱۹ هیڅ نښې نه لري او له تېرو څلورو ورځو راهیسې یې تبه شوې نه ده.
د ښاغلي ټرمپ ډاکتر سیان کونلې وايي، ولسمشر 'د معلومېدو وړ کووید انټي باډیز ' لري او له روغتونه تر وتلو وروسته یې اضافي اکسیجن ته هیڅ اړتیا نه درلوده.
ښاغلی ټرمپ چې د جمعې پر ورځ روغتون کې بستري شوی و او د دوشنبې پر ورځ له هغه ځایه رخصت شو وايي، 'ډېر ښه یم. '
دغه رپوټونه د ولسمشرۍ ټاکنو له یوې مهمې مناظرې مخکې خپاره شوي دي.
ډېری مبصرینو له دې مخکې د ولسمشر ټرمپ او د هغه دیموکرات سیال جوبایډن تر منځ لومړنۍ ټلویزیوني مناظره 'بې خونده ' او 'جنجالي ' بللې ده.
د یوه بل له سپکاوي ډکه او د یوه بل خبرو منځ کې د ورلوېدو هغه مناظره کې چې د سپتمبر پر ۲۹ مه وشوه، د پالیسۍ بیان ته خورا لږ توجه وشوه.
اوس د ولسمشر ټرمپ د روغتیا په تړاو د ډاکتر کونلې په وروستي رپوټ کې ویل شوي:
'د هغه فزیکي ازموینې، بنسټیز علامات، اکسیجن بسنه او د ساه اخیستو کچې په ګډون هر څه باثباته او په عادي حالت کې دي. ''
په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې د ولسشمر بدن کې د معلومېدو وړ انټي باډیز شته.
ډاکتر کونلې وايي: 'موږ له نژدې ارزونه کوو او د نورو معلوماتو تر لاسه کولو په صورت کې به تاسې خبر کړو. '

د عکس سرچینه، EPA
انساني بدن له انفکشن سره د مبارزې لپاره انټي باډیز تولیدوي او په وینه کې د کورونا وېروس انټي باډیز شتوالی ښيي چې دغه کس پر یاد وېروس اخته شوی.
خو تر اوسه معلومه نه ده، چې په بدن کې د انټي باډیز شتون دویم ځل پر وېروس د اخته کېدو مخنیوی کوي او که نه.
بل لور ته په سپینه ماڼۍ کې د دفتر مشر مارک میاډوس وايي، هغه ټول کسان ماسک، عینکې او د خوندیتوب نور ټول طبي الات کاروي، چې له ولسمشر سره ویني.
د دوشنبې پر ورځ د سپینې ماڼۍ لومړي پوړ په لویدیځه برخه کې د تګ راتګ کمولو او د هغو ټولو کسانو لپاره د اړین خوندیتوب طبي وسایلو لارښوونه شوې، چې د ولسمشر په دوه مترۍ کې ګرځي راګرځي.




















